کور / تازه خبرونه / کندهار:ځانمرګي برید ۱۳ افغان او بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار:ځانمرګي برید ۱۳ افغان او بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندهار کی د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ وایی چی پیښه نن یکشنبه سهار مهال شاوخوا ۹ بجی دکندهار ولایت دژړی ولسوالي د سنګحصار په سیمه کی هغه مهال رامنځته سوه چی یوه تن ځانمرګی برید کونکی خپل فلانکوچ موټر دایساف ځواکونو اډی ته څیرمه والوزاوه.
ښاغلی وردګ وایی چی په یاد پیښه کی دایساف اووه سرتیری وژل سوی او دڅلور نورو بهرنیوپوځیانو په ګډون دوه دافغان ملی اردو سرتیری هم ټپیان سویدی.
جنرال عبدالحميد په ياده پيښه كي د ملي ادرو دوو ټپي سوو سرتيرو روغتیایی حالت نازك وښودی .
په کابل کی دایساف رسنیز دفتر نن یکشنبی په یوه خپره سوی خبرپاڼه کی ویلی چی ۶ سرتیری یي دافغانستان په سهیل کی دوسلوالو طالبانو په یوه مخامخ برید کی وژل سوی .
خبرپاڼی دشپږو وژل سو پوځیانو دهویت او دپیښی دقیقه سیمه نه ده په ګوته کړی.
دیاد برید مسووليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستى او وايي چي په دي پيښه كي یې تر ۳۰ زیات بهرنې پوځیان وژلي او ټپیان کړیدي.