کور / خبرتیا او پيغامونه / د شاعر او ژورناليست سعيد زابلي سره خواخوږي

د شاعر او ژورناليست سعيد زابلي سره خواخوږي

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې  د  كويټي په لورلاى  كې  د ځوان شاعر او ژورنالست سعيد زابلي نيكه له دې فانې  نړۍ څخه د  تل لپاره ستر ګي پټي كړې .


انالله و انا اليه را جعون 


ګل احمد صاحبزاده د كلاسيك شاعر بهايې جان اغا لمسى او مشهور صوفي شخصيت وو  چې تيره ورځ يې د  يو سل او دولس كالو په عمر  د مرګ ملكې ته لبيك  ووايه ، زابلي او د رنې كور نۍ ته يې د جميل صبر او مرحوم ته د فردوس جنت غوښتونكې يو.

تبصره نسته

  1. انا الله انا اليه راجعون
    د زابلي صاحب مرحوم نيکه ته د لوې خدای ( ج) له حضوره د فردوس جنت د لوريني دعا کوم . الله پاک دي متوفی په خپل رحمت کي ولري او دوستانو ته دي رب العزت (ج ) د زړه صبر ورکړي. امين يا رب العالمين
    باوري

  2. خداي پاك دي له نورو غمونو څخه وساتي او نيكه ته دعا كو چي له ټولو مسلمانو مړو سره يې ګور نور وګرځي.
    له زابلي او كورنۍ سره يي ځانونه په غم شريك ګڼو

  3. انالله او انا الیه راجعون
    په خواشینی سره باید ووایو چی په دی وروستیو کی د هر پښتانه په کور کی ویر دی
    الله دی ورحمیږی.
    د سعید زابلی او کورنې ته یی تسلیت غواړو.
    لوی خدای دی له نورو غمونو او اندېښنو وساتی
    امین

  4. انالله وانااليه راجعون
    دمحترم سعيدزابلي صاحب ومرحوم نيكه ته دالله جل جلاله دلوي اومرحمت نه ډك دربارڅخه دجنت الفردوس غوښتنه كوم اوده اودده درنې كورنۍ ته دجميل صبرغوښتونكى يم
    په درنښت

  5. غني باداردي ارواښادته جنت الفردوس اودزابلي په شمول ټولي کورنئ ته دي صبرورنصيب کړي ………………آمين

  6. په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کو چه دسعید زابلی صاحب نیکه محترم له دی پانی دونیا څخه کډه و کوله انا لله وانا الیه راجعون الله (ج) دی جنت الفردوس ورپه برخه کی او وزابلی صاحب او نوری درنی کورنی ته دی الله (ج) صبرجمیل ورکړی . آمین

  7. زه هم خبل وار سره زابلي صاحب ته د خواخوري مراتب وراندي كوم الله دي دوي او ده دوي محترمي كورني جميل صبر وركي

  8. د درانه ورور زابلي صاحب دنيكه دمړيني له امله محترم زابلي صيب ، كورنۍ او دوستانو ته يې له الله (ج) څخه د جميل صبر هيله لرم او دعا كوم چي الله (ج) دې د زابلي صيب نيكه ته جنت فردوس ور په نصيب كړي .
    كله چي دا ډول خبر اورو او يا د تل په څېر په پيښو كي د مسلمانانو دمړينې خبرونه اورو نو هر چا ته دا ور يادوي چي هر انسان د مرګ په لوري ور روان دى چي په حقيقي ډول دا يو ډېر سخت سفر دى او له موقع نه په استفادې سره لمړى ځان او بيا ټولومسلمانو وروڼو ته د مرګ دتياري وصيت كوم الله (ج) په ټولو مسلمانانو ورحميږي او الله (ج) پر ټولو مسلمانانو ځنكندن ، د قبر سوال او ځواب ، او داخرت دورځي حساب اسان كړي .
    آمين