کور / سياسي / څوک له ملى پاڅون ويره لري؟!

څوک له ملى پاڅون ويره لري؟!

ځينې افغان ورونه او ځينې افغانى خويندې له افغان ملى سرتاسرى پاڅون ويره څرګندوى دا د ټولو افغانانو ويره نه ده بلکې د ځينو افغانو ورونو او خويندو ويره ده ځينې ورونو داسې انګيرلى که ملى پاڅون پيل شى ملى شتمنيو ته به زيان ورسيږى ځينې لدينه ويريږى چې ملى پاڅون به دولتى ادارى فلج او مختلى کړ ى چې دا کار به د تنخواه ګانو او معاشونو د بنديدو سبب شى ځينې نور افغانان ورونه له ملى پاڅون بل ډول ويره څرګندوى او هغه دا چې هسې نه همسايه ملکونه پخپله او يا هم د خپلو وفاداراو اړونده ډلو پر مټ تيرى وکړى او افغانستان به له يو بل ناورين سره مخ کړى د ځينو نورو ويره دا ده که د يرغلګر او د يرغلګرو په لاس جوړ شوى غير متوازن اقليتى حکومت پرخلاف ملى پاڅون او لاريونونه وه شى دا به هم په خپل وار سره هسمايه ملکونو او يا هم د هېواد په دننه کې موجودو زورواکانو او مليشو ته ددې زمينه برابره کړى چې د هېواد واک او اختيار ترلاسه کړى او بيا خپلمنځنې جګړې شروع شى خو ځينو نور بيا له دې نه ويره لرى چې د خپلو کړيو جرمونو او ظلمونو انتقام ورڅخه ولسي خلک وانخلى او ياورڅخه سياسى ګوندونه سياسى غچ وانخلى بله ويره چې له پخوانه موجوده وه او دې ويرې د اشغال موده هم اوږده کړي هغه له افغان مسلح مقاومته څخه ويره وه او دا ويره لاتراوسه هم ادامه لرى هغه تنظيمونه او په اصطلاح پخواني جهادي مشران او ډلګى چې د امريکا راتګ او اشغال ته يې لبيک ويلاى او يا هم د امريکايانو پر ټانګونو سپاره کابل ته راننوتى ويره لرى چې په ملى پاڅون کې به تس نس او له مينځه ولاړشى دغه ويرې او ځينې نورو سياسى او قومى موخو دغه ډلې دې ته هڅولى چې د امريکا له وتلو وروسته هم دايمى نظامى او پوځي اډې وومني او دا اډې د هېواد د امنيت لپاره اړينې وبولى خو دايمې اډى د دايمې اشغال په معنى دي دې کې شک نشته چې انسان په طبيعى ډول له مجهول او نامعلوم شى نه ويره لرى بالخصوص هغه څوک چې د حال او راتلونکى لپارپروګرام ونلرى نو له خپل نامعلوم برخليکه ډاريږي .
بل انسان په طبيعى ډول جالب د منفعى دى ضرر او تاوان له ځانه دفعه اولرى کول غواړى ولوکه دا ذاتى منفعت هېواد او خلکو ته ستر زيان هم ورسوى دا سبب دى چې ځينې مادى منفعت خوښوونکى افغانان د اشغال له پاى سره مخالفت کوى نه غواړى خپلې مادى ګټې تر ملى او عامه ګټو قربان کړى خو سره ددې چې ځينې افغانان د مادى او ګوندى ګټو د خوندى کولو لپاره نه غواړى اشغال پاى ومومى او دا لويه تيروتنه ده او ځينې نور ددې لپاره د اشغال پاى نه غواړى چې همسايه ګان مداخله وه نکړى ددې ټولو انديښنو او تشويشونو ځواب دا دى چې افغانان ملى صيغى، ملى وحدت او ملى تړون ته شديده اړتيا لرى، ملى پاڅون هم د ملى پراخ تړون په درشل کې بريالى کيداى شى په هېواد کې ميشت ټول قومونه بايد په ټول ملى او اسلامى احساس يو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړى په بيګانګانو او پرديو تکيه وه نکړى بلکې تر ټولو دمخه په هغه ذات او ځواک تکيه وکړى چې د ټولو ژوو د مرګ او ژوندواک او ځواک ورسره دى او بيا دى په خپل غيرتى او مسلمان ملت باور وکړى چې څو څوواره يې د قربانى امتحان ورکړى
ددغه ټولو انديښنو حل ملى پيوستون او پاڅون دى ملى پاڅون ځکه افغانان يو موټى او متحدکولاى شې چې افغان ولس ته هېواد، ملى ګټې ترهر څه زيات ارزښت لرى او بل دا چې دا ملت مسلمان ملت دى د هېواد خلک سل په سلو کې مسلمانان دى نو ويلاى شوى چې هم په دينى او هم په ملى مسائيلو کې متحد او يو موټى يو خو که ځينې ورونه ووايي چې په هېواد کې له اسلامه وتلى مرتدى څيرې هم شته چې اشغال ته يې لاره هواره کړى د اشغالګرو پر مټ يې خپل ولس په بيلو بيلو نومونو وژلى او اوس هم د اشغال ادامه غواړى او د دايمي امريکايي پوځي اډو پلوى کوى، زه هم دا منم چې دا ډول بلواکى مصلحتى د اسلام او ملت څخه وتلى څيرې شته خو الحمد الله په اقليت مطلق بلکې د ګوتو په شمير کې قرار لرې چې حکم يې د شواذو (شاذو) دى دا قاعده به مو لوستى او يا اوريدلى وى چې وايي (الشاذ کالنادر والنادر کالمعدوم) شاذا وله اصولو وتلى او ياوتلى د نادر اوناياب نشت په څير وى او ناياب د معدوم او ورک څيز پشان وى
فلهذا نشو کولاى د لږو پخاطر ډيرو ته زيان ورسوو او يا ورڅخه د هېواد او خلکو غچ واخلو ځکه په افغاني ملى او اسلامى خيانت کې د ګوتو په شمير څو معروفى او پيژندل شوى څيرې لتاړى دى چې دا وخت څه نا څه تحت الحماية واک هم ورسره دى او هېواد يې له ستر ناورين سره مخ کړى ددغه ملى او اسلامى خائينينو دعادلانه محاکمې لپاره هم ملى وحدت او د دى وحدت په ترڅ کې ملى پاڅون اړين دى له همدا اوسه څخه بايد خپل اولس مطمئن او ډاډه کړو چې مونږ يوازې هغه څوک د عدل او انصاف ميز ته راکښوو چې په هېواد پلورنه، انسان وژنه اداري فساد، مافيا کې يې لاسونه ښکيل او لتاړ دى لکه چې مو مخکې وويل دا څيرې ډېرې لږې دى چې له سلګونو يې شميرنه اوړى اما زمونږ ميليونې اولس پاک صفا او سپيڅلى اولس دى په هيڅ ډول ملى او دينى خيانت کې ملوث او ککړندى نو ځکه خو هم زه ملى پيوستون ملى ورورى ملى وحدت او اسلامى اخوت او همبستګي ته ډېر زيات اميدوار يم نور افغان ورونه هم دى اميد او دى باور ته رابلم او دا د حل عمده او يواځنې لاره ده افغانان د محبت، رحم، کرم له لارې خپلولې شونه د جنګ، نفرت، زور او ديکتاتورۍ له لارې جنگ به يوازې ديرغلگر پرضد کوو نو راځۍ لومړى پر الله جل جلاله او بيا پدې وياړلى صابر، زوريدلى اولس باور وکړو زما باور دى چې نه به مو الله جل جلاله او نه به هم اولس نااميده کړى بلکې هم به الله جل جلاله او هم به اولس زمونږ غوښتنو ته رغنده ځواب او لبيک ووايې ځکه د الله جلاله بنده ګان يو او د افغان مجاهد ملت بچيان يو پدى باور ويلاى شو چې د ملى پاڅون وخت رارسيدلى او له دې پاڅونه بايد ويره ونلرو ځکه دا پاڅون د ملت له متنه او بطنه پيليږى او ټولو هغه توطيو او دسيسو ته به د تل لپاره د پاى ټکى کيږدى چې له هېواده د باندې يې پخلى کيږى او بيا په هېواد کې دننه د څو نامردو او پلورل شويو څيرو پر مټ پلى کيږى
دا وجه ده چه د جز حکم پرکل نشى کيداى، دا ممکنه نده او نه هم د انصاف، دين او عدالت خبره ده چې د څو د ګوتو په شمير پردى پالو افغانانو پخاطر ټول افغان ملت وځوروو لکه چې مخکې مو هم ذکر کړه چې افغان ملت مسلمان غيرتى ملت دى له خپل وطن، دين او خلکو سره مينه لرى او دا سبب دى چې د هر ډول سرښندنو څخه دريغ نکوى خو دښمن غواړى دا وياړلى خپلواک او ازاد اولس په پرديو راصادر شويو نومونو لکه د تروريزم نوم وځپى دا نوم (تروريزم) ځکه استعمالوى چې تر پرونه يې د احمق جورج ډبليو بوش په غوښتنه بازار ګرم وو خو الحمد الله اوس ددغه نوم (تروريزم) څه ارزښت پاته ندى افغانان ويښ شوى غواړى نړۍ ته ثابته کړى چې دوى (افغانان) تروريستان نه بلکې د ازادۍ خپلواکۍ جنګيالي او اتلان دى خو دا وخت داسې يوقايد ته انتظار لرى چې په بشپړ ډول د ملت له مينځه وى او دا ستر راروان ملى اسلامى افغاني پاڅون رهبري کړى په همدې هيله.