کور / z_buitenland_news -- 5 / ځانمرګي دپوځي افسر په ګډون 8 ووژل 30 ټپيان دي

ځانمرګي دپوځي افسر په ګډون 8 ووژل 30 ټپيان دي

دپاکستان په راولپينډۍ کې ديوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې دپوځ ديوه ميجر په ګډون اته کسان وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي . عيني شاهدان وايي چې ځانمرګي بريد کوونکي خپل سپين کرولا ډوله موټر دپوځ دروغتيايي کارکوونکو له موټر سره ټکر کړ او درنه مرګ ژوبله يې واړوله . پېښه دراولپينډۍ په زړه کې پر مال روډ باندي شوې ده . حکومتي چارواکو دټپيانو شمېره دېرش وښوده خو عيني شاهدان داشمېره ډېره بولي . په پېښه کې دپوځي روغتون مشر ډاکتر لفټنينټ مشتاک احمد هم وژل شوى دى .