کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي په جلال اباد کې دکابېنې غونډه جوړه کړه.

ولسمشر کرزي په جلال اباد کې دکابېنې غونډه جوړه کړه.

نن دوشنبه دافغانستان دختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دکابېنې غونډه جوړه شوه، د کابینې دا غونډه چې دشاهي قصر په ماڼۍ جوړه شوی وه دافغانستان دواکمنانو په تاریخ کې له تیمور شاه وروسته دوهمه غونډه ده چې له کابل باندې په جلال اباد کې کیږي.
دکابېنې پدې غونډه کې په ګڼو مسایلو خبرې وشوې، ولسمشر کرزي او وزیرانو دا ومنله چې دمالېې وزارت دنده وسپارل شي، تر څو دجلال اباد کابل ددوهمې لویې لارې غم وخوري، دا لار چې دننګرهار دسره رود په دوو سرکه کې جلا کیږي، په سره رود را وزي، خوګیاڼیو ، حصارک او دکابل دخاکجبار په ولسوالۍ تیریږي.
دا ډول ولسمشر کرزي ددننګرهار ولایت له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره هم ولیدل پدې لیدنه کې دننګرهار داطلاعاتو او کلتور ریس اورنګ صمیم خبرې وکړې، هغه وویل چې دکابېنې ددی غونډې مانا دا چې ننګرهار په امنیتي لحاظ مخکښ ولایت دی هغه وویل چې د ننګرهار ټول خلک دحکومت ملاتړ کوي.
دا ډول ولسمشر کرزي دغو قومي مشرانو ته خبرې وکړې وې ویل چې په ننګرهار کې دبیارغونې له کارونو خوښ دی ولسمشر کرزي وویل چې په ننګرهار کې یې دکابېنې غونډه ددې لپاره جوړه کړې تر څو ددغه ولایت دخلکو ستونزې دحکومت چارواکي له نیږدې واوري، ولسمشر کرزي دا ډول وویل چې دکابېنې غونډې به دا ډول په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.
دا ډول ولسمشر کرزي دهغه تالار پرانسته هم وکړه چې په یوه وخت کې پکې پنځلس سوه ګډون وال برخه اخیستی شي پدغه تالار نیږدې شپږ لکه ډالر لګیدلي.