کور / تازه خبرونه / کندهار : د كانكور ازموينه واخيستل سوه

کندهار : د كانكور ازموينه واخيستل سوه

د يك شنبې په ورځ  د قندهار ولايت په پوهنتون كي  د تازه فارغه سويو زده كوونكو څخه د كانكور ازموينه  په داسي حال كي واخيستل سوه چي ډېرى زده كوونكي مايوس ښكارېدل .


په نوموړې ازموينه  كي د قندهار او سيمي  له شپږو سو څخه لږو زده كوونكو برخه اخيستې وه ، راغلو سلګونو زده كوونكو وويل چي دوئ سږ كال خپل برياليتوب ته له دې سره سره چي د قندهار زون ډېرو لږو زده كوونكو برخه اخيستې ده هم نه دي هيله مند هغه ځكه چي هر كال ددوي په نمرو كي د لوړو زده كړو وزارت درغلي كوي ،همدا علت دى چي سږ كال ډېرو لږو زده كوونكو برخه اخيستې ده .


د كابل څخه د كانكور ازمويني د اخيستلو د پلاوي مشر وويل  چي  د قندهار زده كوونكي بايد خپله د قندهار پوهنتون وټاكي ځكه چي په كابل او نورو ولايتونو كي د ليلې اسانتياوي ډېري كمي دي .


دا په داسي حال كي ده چي دا مهال د قندهار پوهنتون ټوله محصيلين په خپل پوهنتون كي  د ډېر سختو ستونزو سرخ مخامخ دي او پوهنتون هم داسي ځاى موقيعت لري چي يو خو يې شاوخوا ټوله سپېره دښت دي او بل ډېر ورته نژدې بهرني سرتيري پوځي تمرينات كوي  او شپه او ورځ د سپكو او درنو وسلو ږغونه اورېدل كيږي .