کور / نوميالي / دحبیب پوپل دمړیني په یاد

دحبیب پوپل دمړیني په یاد

د افغان رسالې د ۱۴۰ ګڼي څخه


دکندهارداحمدشاهي ښاردمرکزچارسوختیځ بازارد”کابل بازار”په نامه یادېږي. ددغه ارواښاد حبيب پوپلبازارپه جنوبي راسته کي درې کوڅې واقع دي چي داحمدشاهي وېش له مخي په دروسروکي دپوپلزوکورنۍ مېشتي وې خووروسته ددې کوڅوهم نومونه اوښتي دي اوهم نورواقواموپکښې استوگنه غوره کړې ده .دچارسوله خوالومړۍ کوڅه داحمدشاهي عصر دلوی سپه سالارسردار جهان خان پوپلزي داستوگني مېنه وه اودهمده په نامه یادېدله .  دسردارجهان خان مزاردکندهارښارپه حضرتجي بابا کي دپوپلزوپه لویه هدیره کي واقع دئ اوپرقبریې شنخته هم ولاړه ده.دسدوزوپاچهۍ دړنگېدلوپرمهال په دغه کوڅه کي له همدې قومه څخه بل مشهورشخصیت یحیی خان پوپلزی اوسېدئ اوتراوسه پوري دغه کوڅه دهمده په نامه مشهوره ده.دیحیی خان زوی جنرال تاج محمدخان دمیوندپه تاریخي غزاکي مهم اوغوڅ نقش درلوداودغازي محمدایوب خان له وفاداروملگروڅخه وو. دهمدې وفادارۍ اومیني له اسیته یې پرخپل زوی باندي محمدایوب نوم ایښی وو. دیحیی خان دکوڅې د”ایوبي” فاضله فرهنگي کورنۍ دهمدغه محمدایوب خان اولاده ده. په دې کوڅه کي دپوپلزوکورنۍ ټولي یوې نسبي مبداءته رسېږي.


ارواښادغلام حبیب پوپل دیحیی خان دکوڅې په همدغو مشهورو کورنیو کي دحاجي عبدالرحمن خان زوی،دحاجي محمدعثمان خان لمسی اودعبدالله خان کړوسی وو. حاجي محمدعثمان خان دپوپلزو قوم له مشرانوڅخه وو اودنادرخان دپاچهۍ په سرکي یې د۱۳۰۹ش کال په لویه جرگه کي دکندهارددهلې له سیمی څخه داستازي په توگه  برخه اخیستې وه. داسیمه اوس دشاولي کوټ په نامه یادېږي.
حاجي عبدالرحمن خان دافغانستان داستقلال په معرکه کي دخپل قوم په محلي لښکرکي شامل وو. نوموړی په سقوي دوره کي له اعلیحضرت امان الله خان سره دوفادارۍ په خاطرڅه موده بندي سوی هم وو. ددیني علوموتحصیل یې کړی وواودخطاطۍ په هنرکي یې مهارت درلود. ارواښادعبدالقدوس نجیب یې د”کندهاري خطاطانو” په رساله کي نوم راوړی اودخپل عصرښه خطاط يې بللی دئ. نوموړی ډېرروشنفکرسړی وو ټول اولادونه یې دتعلیم وتحصیل په گېڼه سمبال کړي ول اوپخپله یې هم دوطن داولادپه روزنه کي عملي برخه درلوده اودکندهاردزرغونې اناپه لېسه کي یې ددینیات تدریس کاوه. حاجي عبدالرحمن خان په کراچي ښارکي وفات سواوهورې دمعمار سیمي په هدیره کي ښخ دئ.
دارواښادغلام حبیب پوپل موردکندهاردبابیانو له مشهوري سیاسی اوفرهنگي کورنۍ څخه ډېره درنه معمره اوممتازه پښتنه وه چي دده ترمرگ څه کم دوې میاشتي وړاندي په ټورنټوکي وفات سوه .
ارواښادپوپل له همدغومنورووالدینوڅخه په ۱۹۵۲م کال دکندهار ښاردیحیی خان په کوڅه کي زېږېدلی وو. لومړنی تعلیم یې دکندهارپه مشرقي ښوونځي کي،منځنی یې دمیرویس نیکه په لېسه کي او لوړ تحصیلات یې دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځي دتاریخ وجغرافیې په څانگه کي بشپړکړي ول. له خپل دانشمندپلارڅخه ورته دخطاطۍ د هنرفیض هم رسېدلی وو. له تحصیل څخه ترفارغېدلووروسته یې دکندهارپه عینولېسه اوبیادکابل په روښان دارالمعلمین کي دتدریس وظیفه درلوده اودې وظیفې ته یې له هیوادڅخه ترراوتلوپوري ادامه ورکړه. په ۱۹۸۸ع کال پاکستان ته مهاجرسواوپه ۱۹۹۱ع کال کاناډاته راغی . په کاناډاکي یې ترتقریباشلوکالواستوگني وروسته داینې دسرطان په ناروغي له ژوندسره وداع وکړه اوپه همدې ښارکي د۲۰۱۰ع کال دډسمبرپرپنځمه  نېټه دیکشنبې په ورځ وفات اودهمدې میاشتي پراوومه یې خاوروته وسپارل سو. پرهدیره یې دټورنټوښارزیاتره افغانان اوفرهنگي شخصیتونه حاضر سوي ول.
ارواښادغلام حبیب پوپل دتعلیم وتحصیل ددوران په تنویري و سیاسي فعالیتوکي تل فعاله برخه لرله. دهیوادله ترقۍ اوپرمختگ سره یې دزړه مینه درلوده اوپه دې لارکي یې عملي مبارزه هم کړې وه . د هیوادبه بده ورځ زهېرېدئ اوپه تاریخي ویاړونویې مباهات کاوه. صرف نظرله دې چي په ژوندکي له څه رازسیاسي کړیوسره په نزدې ارتباط کي پاته سوی ووخوپه افکاروکي یې تل ملي خواغالبه وه اوله ضدملي سیاسي معاملوسره یې دنفرت بیانولوشاهدزه پخپله یم.
ارواښادپوپل ښه قلم درلوداوپه لیکنه کي یې صلابت محسوس وو. په روښان دارالمعلمین کي یې داستادۍ پرمهال دتدریس مواددکتاب په شکل تدوین کړي ول . دغه رازیې دځینومعتبروتاریخي آثاروپښتو ترجمې دټورنټو په افغاني نشراتوکي خپرې سوي هم دي خودالړۍ یې پسې تعقیب نه کړه. دده له علمي استعدادڅخه له بده مرغه افغاني ټولنه ډېره مستفیده نه سوه . ډېروخت یې ددې پرځای چي علمي تالیفاتو،تخلیقاتواوترجموته وقف سوی وای،دنوروپرآثارو باندي و نقدومناقشې ته متوجه کړه سوی وو. خوبایدووایم چي دغه نقدونه یې  پخپل ذات کي گټورآثاردي. زماپریوه کتاب باندي یې مشترک نقدله ځینوهیجاني قضاوتوسره سره بې گټي اثرنه دئ . زه فکرکوم چي که دده له علمي و تاریخي مطالعې څخه دنووبکروآثاروپه تخلیق وتالیف کي کار اخیستل سوی وای،دافغاني تاریخ وفرهنگ په غناکي به یې ونډه برجسته وای. دده له محترمي کورنۍ څخه زماهیله داده چي که دده ځیني لیکلي پاڼي پاته وي، دعامه استفادې په نیامت دي یې تدوین اوخپرې کړي. زه پخپل رَوَڼ سره دده ددغوپاته سوو آثارو د  خپرېدوپه برخه کي دهمکارۍ ژمنه کوم .
ارواښادغلام حبیب پوپل په شخصي ژوندانه کي ډېرمېلمه پال او مجلس آرایه سړی وو. دخبروظرافت یې دمجلس جزء وو. په قضاوتو کي صریح اللهجه اوتًرت گویه وو چي همدې صراحت به کله کله پر بلاوو واړاوه اوتاوانونه به یې ورته پېښ کړل . خود تاوانو د راگرځولو استعداداوهمت یې هم درلوداوله دغه همت څخه دکار اخیستلو شاهد یې بیاهم زه پخپله یم.
زمااودارواښادپوپل پېژندگلوي پنځه څلوېښت کلنه ده. دی چي کله له هیوادڅخه راوتلوته مجبورسو،زماسره دخدای په امانۍ له پاره په شپه کي زماکورته،چي دکابل په خیرخانه مېنه کي وو،راغئ. دخبرو په ترڅ کي یې راته وویل چي له کورنۍ پرته یې له بل چاسره دخپل مهاجرت رازشریک کړی نه وو. زه هم ترده وروسته پاکستان ته راکډه سوم اوهورې موښه دخونداودوستي شپې تېري کړلې .کله چي زه د ۱۹۹۲ع کال دجولای پردوهمه کاناډا ته راغلم په هوایي ډګرکي مي واردواره په ده اونورودوستانوسترگي روښانه سوې. دلته موهم څو کاله خوږه یارانه روانه وه. بیانودمهاجرت محیط ته دنووعناصرود راتگ تراغېزې لاندي موږنورداسي فرصت ونه موندچي دزړه خواله دي سره وکړواووروستۍ کتنه مودسکاربوروپه روغتون کي ترسره سوه. دوهم وارپوښتني ته چي یې بیاورغلم،دمسّکِنودرملوله اسیته بېهوښه پروت وواوپرتندي اوشونډوباندي یې ماته داسي نخښي ښکاره سوې چي دده دژونددوروستیوشپواوورځونمایندگی یې کوله. له بده مرغه دغه تصوردحقیقت جامه واغوستله اوارواښادغلام حبیب پوپل یې زموږڅخه دابدله پاره بېل کړ. دامشاهده په رشتیاسره راته خواشینوونکې وه.مات زړه ته مي پخپل دې شعرسره تسکین ورکړچي:
سرښته ددنیاداده چي مرگی بــــــــــــه خامخاوي
مړیې مه بوله ژوندی دئ که په ښه نوم وونامور
ماغوښتل دده پرمړینه باندي دشعرپه ژبه هم یوڅه ولیکم . له قریحې څخه مي مددوغوښت اوهغې راباندي دغه نظم وکیښ . دوستان به ښایي زمادزړه خواشیني پکښې ومومي :

کاش چي قلم مـــــــــــات وای کاغذونه دڅېرلووای
نه به مي غـــــم کښلای نه مجبوربې په لوستلووای
کاش سترگي پیداصِرف دښایست وننداروته وای
نه پکښې خاصیت وای،دغضب نه دژړلــــــــــووای
کاش ژبي کــــــــــــلاوي وای بـــــلاوي په شړلي وای
مېشتي پـــــــــــــه کلاووکي ټولۍ ټولي دخپلووای
کاش لاس وسیله دهــــــــــــــــــمدردیوهمکاریووای
کاش پښې واسطې وای دجــــــانان کورته دتللوای
کشکي زړه جـــــــــــونگړه وای،بس مِهرومحبت لره
نه ځای دغــــــــــــــوسې وای نه محل دغم گاللووای
مینه،نازولې مېلمنه په هــــــــــــــــــــــــرکاله کي وای
کرکه ونفرت دبل څـــــــــــــــه نه وای،دترټلـــــــــووای
نـــــــه دابې کسۍ،دابې وسۍ دابې ارزۍ وای نور
نه دغه خلــــــــــــــــــــــوت په انجمن کي دښاغلووای
لیري له بې نیازعالــــــــــــــــــــمه لیرې له جهان څخه
بس زه وحبیب وای اودوه زړه دتشېدلــــــــــــــووای

اوکویل ــ کاناډا
ددسمبراوومه ۲۰۱۰ع