کور / تازه خبرونه / اېران: ځانمرګو بريدونو ٣٨ کسان مړه کړل

اېران: ځانمرګو بريدونو ٣٨ کسان مړه کړل

د اېران په چابهار ښار کي دوو ځانمرګو بريدونو ٣٨ کسان وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي حمله د امام حسين په نوم يوه جومات ته څرمه پر هغو شيعه ګانو سوې چي د عاشورا د ورځي په مناسبت سره راټول سوي وو.
د اېران حکومت د دې پېښي مسئوليت پر چا نه دئ اچولى او نه هم کومي ډلي تر اوسه په دې باب څه ويلي دي، خو تر دې دمخه په اېران کي دغسي حملې د جندالله په نوم د يوې وسله والي ډلي له خوا ترسره سوي دي، چي وايي اېرانى حکومت ظلم ورسره کوي.