کور / تازه خبرونه / اسټراليا: د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې ده

اسټراليا: د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې ده

د اسټراليا د کريسميس جزيرې ته څرمه د ناقانونه مهاجرو يوه کښتۍ ډوبه سوې چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د اسټراليا حکومت وايي اټکل کېږي چي په کښتۍ کي به شاوخوا ٧٠ کسه سپاره ول، چي ١٤ تنه يې د ژغورونکي ډلي له خوا ژوندي را ايستل سوي خو نور کسان مړه دي.
راپورونه وايي کښتۍ ساحل ته نيژدې د توپاني باد له امله له يوې ډبري سره ټکر سوې چي وروسته ټوټه ټوټه او په اوبو کي ډوبه سوه.
د حکومت په وينا د ژغورونکي ډلي عمليات اوس هم شروع دي چي ډوب سوي کسان له اوبو څخه راوباسي.
په کښتۍ کي ناست کسان ټول غير قانوني مهاجر بلل سوي دي چي له افغانستان، پاکستان، سريلانکا او ځينو نورو غريبو هيوادونو څخه اسټراليا ته ځي.
تر اوسه لا دا نه دي ويل سوي چي په دې کښتۍ کي افغانان هم سپاره ول.