کور / تازه خبرونه / جنرال پترس بم ورۍ درې چنده زیاتی کړي دي

جنرال پترس بم ورۍ درې چنده زیاتی کړي دي

د امریکا هوایی ځواک په خپلو تازه احصایًیو کی وایی چی په افغانستان کی یې هوایی حملې او بم ورۍ درې چنده زیاتی کړي دي . دغه ځواک په تیره میاشت ( نوامبر ) کی ۸۵۰ هوایی بریدونه ( یعنی بم ورۍ او راکټ ورۍ ) کړی وو چی دا د تیر کال د نوامبر د هغې څخه درې نیم چنده زیاتی دي . پوځی ماهرین دا ډېرښت د جنرال ډیویډ پترس ستراتیژي بولی حال دا چی جنرال مک کریسټل یو څه احتیاط کاوه .
احصایًیه وایی چی امریکایی هوایی ځواک په تیرو ۳ میاشتو کی ۲۵۵۰ هوایی حملې کړي دي حال دا چی د تیر کال په همدې موده کی یې د دې تر نیمایی هم لږ ( یعنی ۱۱۸۸ ) دغسی حملې کړي وې .
جنرال پترس د شپې لخوا پر کورونو غافلګیره حملو ، هوایی بم وریو او مخامخ حملو ته خورا شدت ورکړی دی . خو پوځی شنونکي معتقد دي چی په مقابل کی طالبانو هم امریکایی پوځ او ناټو ته تر پخوا ډیر تلفات ور اړولي دي چی هغه تیر کال ۵۲۱ وو ، خو سږ کال ۶۹۴ ته رسیدلي دي حال دا چی د کال ۱۵ ورځی لا پاته دي .