امریکایی استخبارات : طالبان بیا هم غښتلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 16th, 2010


د انګلستان انډپنډنټ ورځپاڼه لیکی چی د امریکا ملی استخباراتی ټولنی ( چی د سي آی اې په شمول ۱۶ استخباراتی څانګی پکښی شاملی دي ) د افغانستان د وضعی څخه خپله ارزونه وکړه او دې نتیجې ته ورسېدل چی طالبان بیا هم غښتلی دي او وایی چی د افغانستان زیاتره برخی اوس هم د طالبانو لخوا د بیرته نیولو تر خطر لاندی دي . دغه نتیجه ګیری د دفاع د وزیر رابرټ ګېټس د تیری اوونۍ هغه ادعا مستقیمأ رد کوی چی ویلی یې وو د افغانستان په جنوب کی مو د طالبانو پر ضد مهم برﺉ ګټلی دی .
د امریکایی استخباراتی ټولنی دا نوې شننه پر داسی مهال راووتله چی څو ساعته وروسته به بارک او باما د افغانستان د اوضاع په هکله خپله تازه ارزوَنه او کتنه اعلان کړی .
خو څیړونکی وایی چی د دې نتیجه ګیرۍ هدف په داسی نازک وخت کی ښایی دا وی چی استخبارات د آینده خرابۍ څخه ځانته برایًت ورکوی او هم د نور امریکایی حضور ډیرول غواړی .

Copyright Larawbar 2007-2024