د اوباما نوې ارزوَنه : جنګ باید شدت ولری

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 16th, 2010


اسوشیټیډ پریس ته د افغانستان د ارزونی او کتنی د هغه پټ سند مهم ټکي رسېدلي چی څو ساعته وروسته به یې بارک اوباما اعلان کړی . خبر وایی چی سپینی ماڼۍ تیره شپه یوه پنځه صفحه ای جنګی ارزوَنه وړاندی کړه چی هغه د افغانستان د جنګ او د هغه سره د پاکستان د ارتباط په هکله د بارک اوباما نتیجه ګیری ده .
اوباما په خپل دغه نوي غور او کتنه کی وایی چی موږ القاعده او طالبان سولولي او ځپلي دي او باید خپلی دغه کړنلارې ته پایښت ورکړو . دغه پټ سند وایی چی د القاعده مشران د سپټمبر د حملې څخه را وروسته نن تر بل هر وخت خپل کمزوره ترین حد ته را اچول سوي او طالبان په تیر یو کال کی له پرمختګه اچول سوي او تم کړل سوي دي نو ځکه حالت باید همداسی وساتل سی .
خو دا ارزوَنه زیاتوی چی د طالبانو پر ضد برﺉ « ماتېدونکی او بیرته پر شا کېدونکی دی » . دغه سند په کندهار او هلمند کی د امریکایانو برﺉ یادوی او په دې ویاړی چی د پولیسو تعداد به په راتلونکو دوو کالو کی ۳۰۰۰۰۰ ته ورسوی او هم د طالبانو شمیر ۲۵۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰ کسان بولی .
سند پر پاکستان د نوری همکارۍ ږغ کوی او بارک اوباما به د دې کار لپاره په راتلونکی کال کی پاکستان ته ولاړ سی .
خو پوځی او سیاسی شنونکي وایی چی د اوباما په دغه نوې کتنه کی هیڅ کوم مهم ټکی نسته بېله دې چی جګړه نوره هم سخته او پراخه کړی .

Copyright Larawbar 2007-2024