کور / د ډيورنډ کرښه / د ډیورنډ کرښې رښتونی انځور

د ډیورنډ کرښې رښتونی انځور

ليکنه: ملوک ازاد

د خوا شينۍ ځای دی چې د ډیورنډ کرښې په اړه ډېرې لږ او د ګوتو په شمار ليکنې شويدي. ډېری خلک ان تر دې ګڼ شمېر افغانان هم د دې کرښې په اړه څنګه چې ښايي هغسې پوهاوی نلري. رسنۍ هم چندانې غوږ نه پرې ګروي. هيواد پاله ځواکونه هم د بهرنیو زورواکو او کورنیو ټوپکوالو د ګوتڅنډنو او ورپېښو ستونځو له امله په ښه دريځ کې نه دي.

د لږکيو يو لږ شمېر، په لوموکې نښتي لوستي هم د ګاونډیو ښکاریانو په مټ، په توره ليکه مینان دي. دا او داسې نور لاملونه دي چې د څو لسېزو راهیسي زموږ تاریخي هيواد او سیمه د دې تورې کرښې په توره تبه اخته ده. خو که خبره هرڅومره ګزو ګام کړو. پایلې دا په ګوته کوي چې: بیا هم د دغه دروند پيټی کسان مالوم دي. او هغه: رښتیني هيواد پاله افغانان دي چې د هيواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سلامتیا پازوالي، تاريخ ورپغاړه کړېده. له دې امله پکار ده چې د دغې سترې او ویاړلې دندې د تر سره کولو لپاره د ډیورنډ د تورې کرښې تر ړنګېدو پورې، په پرله پسې توګه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وشي. او ورسره لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:

لومړی ـ تر دې مهاله په ټوله کې د ډيورنډ کرښې په اړه دوه ډوله دريځونه را څرګند شوي:

الف ـ دولتي دریځ: له بده مرغه د ډیورند کرښې له نښه کولو راهیسې، په هيواد کې د ټاکنو له لارې يو رښتینی ولسواکی دولت او واکمني راغلې نه ده، او که راغلې خو په بېړه له مینځه وړل شوېده. له دې امله د ډيورنډ کر‎‎ښې په اړه دریځ د پاليسیو، جوړجاړیو او ځانساتو سیاستونو په اړوپېچ کې څپڅپانده او تت ښکاري. او یا خو د خپل برخلیک د ټاکلو دحق! دپلوماسي مخته کوي، یا يې شاته غورځوي او کله يې هم په بيړه مخ ته اچوي، او په دې توګه خپلې شپې سبا کوي. او کړنچارې يې په دې اړه یا رشوتونه او یا هم مېلمستیاوې دي.

ب ـ ولسي یا خلکي لید: خلکي ليد په دې متلوکې رالنډيږي: «اوبه په ډانګ نه بېليږي». «يو کور او دوه نغريه؟». که نن وي که سبا دا وتن د زرغون شا». «تر مارګلۍ به در سره شم *په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه». او «ماهي چې هر وخت له اوبو راوباسې، تازه وی».

دوهم ـ په افغانستان ، سیمې او نړۍ کې د رښتینې سولې، رښتيني ټيکاو او پرمختګ لپاره، د ډیورنډ د تورې او کرغېړنې کرښې له منځه وړل ، يوازینۍ سمه ، پخه او رښتینې لاره ده.

دریم ـ يو شمېر کسان داسې ډنډورې غږوي چې د کرښې لپاره دغه پاړکی سم نه دی او داسې نورې ډېرې انې بانې جوړوي. او لور په لوټه تېره کوي. خو رښتیا خبره دا ده چې د دې کرښې د رامنځ ته کېدو نه بیا تر ننه هره ورځ، هره شپه ، هر ساعت او هره شېبه يې د لرې کولو او ړنګولو ښه وخت وو او دی. دا ځکه چې هر وخت ځانته ځانګړی ارزښت او ځانګړتیاوې لري او باید پخپل وخت ورسره غبرګون وښودل شي او ګټه ترې پورته شي. دبېلګې په توګه: که د يو چا تنه زخمي اویا ټوته ترې بېله شي، نو د درملنې وخت به يې کوم وي؟ د داسې ناروغانو خو د نړۍ په کچه ډېرې بېلګې شته دي ، ويتنام دوه ټوټې شو. تر ډېرو هلوځلو او بلهاریو بېرته سره يو شو. المان دوه ټوټې شو، سره د دې چې په دواړو خواو کې بهرني پوځونه، پراته وو، خو المانانو په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي او ان چې د برلین د ديوال پر سر وینې توی شوې، خو په پاي کې سره يو شو. په کوریا کې هم له شپېتو کالو راهېسې پردي پوځونه پراته دي خو د يوالي لپاره راکټونه هم وريږي او هم څو تنه د خپلو بیرغونو سره واټونو ته راوزي. په  ارېتریا کې هلې ځلې روانې دی. په قبرس کې هلې ځلې کيږي. په کشمير کې د يووالي لپاره وینې تويېږي. په پښتونخواکې له اوږدو لسيزو راهيسې، هر اړخيزه هلې ځلې روانې دي. او داسي نوري بېلګي …

څلورم ـ ځینې په دې اخته دي چې دا لاسوند کره نه دي. لاسلیک دی او که نه دی؟ نخشه شته یا نشته؟ دې باچا او دې امیر منلې او هغه بل نه ده منلې. او داسې نورې ډېرې خبرې او څېړنې روانې دي. خو يوه پخه خبره د لمر په شان روښانه ده. او هغه دا چې: دلته يې د يوه پلار زامن په زور سره بېل کړيدي . يونغری يې سره بېل کړی . يوه پوله او يو پټې یې سره وېشلی. ان تر دې چې د يوه باغ ونې او څاروي سره جلاکړي. يو جومات يې بېل کړی. يوه وينه يې بېله کړې. په يوه کس يې دوه نومونه ايښي، يوه ژبه يې دوه تړانګې کړې. يو نوم يې دوه برخې کړی. ورشئ ! د ډيورنډ پرکرښه مېشتې کورنۍ وګورئ. استازي واستوئ. انځورونه او غږونه يې واورئ . نړيوال پرې خبرکړئ . اوس مهال په نړۍ کې ډېر هيوادونه، جوړښتونه او ځواکونه شته چې ملا تړي شي. خو چې موږ وخوځېږو. زه باور لرم چې په دغه ناروا بېلتانه کې به د غمازانو خبرو، کترو او چلوټو ته ډېر ځای نه وي.

پنځم ـ د بهرنيو ځواکونو شتون او نه شتون کوم بېخبِنايي اغېز ځکه نلري چې افغانستان يو موخه اېز ټاټوبی دی. دلته به نور هم راشي او لاړ شي. زه خو دا وایم چې ان په شتون کې غوره ده چې دا ناولې توره کرښه يې په سترګوکې ورووهل شي. دا ځکه چې همدوی دا کرښه کښلې ده. د هيواد يوه برخه یې جلا کړې او بیايې په نورو وېشلې ده.

شپږم ـ د هر مهال او هر چال سره باید هماغسې کمال وشي. که د خبرو وخت وو. خبرې دې وشي. که د لاریون ځای او وخت وي لاریون دې وشي. که د ګرمې مامېلې مهال وي. بیادې د «پېراېپي» پل ونيول شي. مانا داچې: د روا هلوځلو ټولې بڼې دې د خپل مهال سره سم په پام کې ونيول شي. وګورئ! شمالي ایرلنډ ته، د بریتانویانو په وړاندې.

اووم ـ د هيواد په ټولو اداري جوړښتونو او په بهرکې دافغانانو په مېشتځایونوکې باید د دې تورې کرغېړنې کرښې د لرې کولو لپاره ګڼشمېر جرګې او جوړښتونه رامنځ ته شي. له درې کسانو نيولې بیا تر هرڅومره چې شونتیا وي سره جرګه شي. د دې چارو دښه سمون په موخه دې يوه بنسټېزه او يوه تګلاره جوړه شي. د هغوی له مخې دې پرله پسې هلې ځلې اوتر پایه ورسره هر اړخیزه نه ستړېکېدونکې تبلیغاتي چارې سرته ورسيږي. او په دې اړوند له ټولو روا او نړيوالو حقوقي او قانوني لارو چارو څخه ګټه پورته شي. دا هلې ځلې باید په کورونو، جوماتونو، دېرو،د زده کړې ځایونو او دوترونوکې تر سره او په اړونده رسنيوکې غبرګون وښودل شي. او رسنۍ ورته ځانګړې شي. هر څوک چې په هرګوند او هره ګروهه اوهره لاره روان وي، هغه يې خپلې منلې چارې دي. خو دکرښې د ړنګېدو خبره : له امو تر مارګلۍ، او د نړۍ په ټولو هيوادونوکې د مېشتو شاوخوا شپېتو میلونو افغانانو يوه ایماني او وجداني سپېڅلې پازوالي ده. موږ په هندوستان کې په میلیونونو پخوامېشتو افغانانوهم غږ کوو چې د مرستې لاس راوغځوي. دا د هر افغان تاريخي ویاړ دی. پکارده چې: هره موريې خپل بچي ته د للو للو په څېر، دا د افغانانو د يووالي او رغاوي سپېڅلی سرود واوروي. دا ځکه چې: دا د هيواد، سیمې او نړۍ لپاره د سولې، امن او پرمختګ يوازېنۍلاره ده.
خاوره يوه ده لروبره
له امو نه تر اټک
له چترال تر بولان
دا تپلې کرښه، توره توره
يوه پلمه ده خوشې خوشې
يوه کېسه ده هسې هسې
دلته وپوښتئ مرغۍ
له کرښې پاسه
ځاله يوه ده، هوا يوه ده
شمال يو دی توپان يو.
په يوه تړه دي ګورګورې
تورې تورې
شنه مزري خړ سرګړي
غر يې يو کربوړی يو.
سره غاټول او غورېژه دي
د پېغلو په اوربل
تور رانجه
په تورو تورو سترګو
ښکلا يوه ده سینګار يو.
تاسې وپوښتئ شپانه!
شپېلۍ کې وايي:
دلته ژبه ده يوه
اوښکه، موسکا يوه ده
دېره، چلم، سکروټه،
نشه يوه ده، خمار يو.
ټپه يوه، غړانګه يوه ده
مینه يوه ده، وینه يوه ده
رمه يوه ده، ليوه يو.
که خبرې دوه دي، کیسه يوه ده
دا د پښت و د پښتون وېجه
يو کور دى د افغان. . (ازاد)
پای