اوباما : لاسته راوړنی مو ماتېدونکي او پر شا تلونکي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 16th, 2010


نړیوال معتبر خبری آژانسونه ټوله راپور ورکوی چی بارک اوباما د توقع سره سم نن د افغان جنګ په هکله خپله نوې کتنه ، ارزوَنه او نتیجه اخیستنه اعلان کړه ، خو په هغه کی څه نوﺉ ټکی نسته .
دغه ارزونه وایی چی موږ ډیری لاسته راوړني حاصلی کړي دي ( خو هغه یې واضح نه کړې ) ، وایی چی موږ د طالبانو پرمختګ ایسار او تم کړ ( خو مشحص یې نکړل ) ، وایی چی موږ به القاعده دړی وړی کړو تر څو زموږ او زموږ ملګرو ته بیا خطر پیښ نه کړی ( خو دا یې واضح نه کړه چی ملګری یې څوک دي ) ، وایی چی دا جنګ به اوږد مهاله وی ( خو دا یې و نه ویل چی څو نور کلونه یا څو نوری لسیزی ؟ او ولی ؟ ) ، وایی چی موږ دلته د تروریزم پر ضد جنګیږو ( خو کوم تروریزم او هغوی څونفره دي ؟ ځکه د سي آی اې لوی ریًیس لیون پنیتا اعتراف کړی دی چی په افغانستان کی ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي شته دي او بس . خو پوښتنه دا ده چی آیا د دغو څو محدودو کسانو لپاره بیا هم ۱۴۰۰۰۰ بهرني او ۳۰۰۰۰۰ داخلی پوځیان کفایت نه کوی او جنګ باید نوره نامعلومه موده هم په بر کی ونیسی ؟ ) .
د یادولو وړ مهم ټکی دا دی چی اوباما د القاعده نوم ۲۱ واره ذکر کړ ( چی جنګ یې د هغوی سره نه دی ) خو د طالبانو نوم یې ۶ واره ذکر کړ چی اصلی جنګ یې د همدوی سره دی ، حال دا چی د حامد کرزي نوم یې هیڅ نه دی ذکر کړی .
سیاسی مبصرین وایی چی د سپینی ماڼۍ په دغه نوې کتنه کی هیڅ کوم ډاډمن شی نسته او که څه هم وینی توییږی خو د جګړې پر شدت یې نور ټینګار هم وکړ ، نو ځکه باید راتلونکی کال باالاجبار د زیاتو افغانانو او امریکایانو ککرۍ وخوری .

Copyright Larawbar 2007-2024