د پښتو ژبي د پرمختيا لپاره لومړني کارونه
په پښتني سيمو کي د ښوونځيو سوځول ، پښتانه ماشومان په مورنۍ ژبه له ليک لوسته بې برخي کول يا د بلي ژبي ښوونځی ورتګ ته اړايستل ، په عالي لېسو ، پوهنتونونو ، رسنيو او دولتي ادارو او دفترونو کي د پښتو ژبي له پامه غورځول او دې ته ورته ځيني نوري هغه ستونزي دي چي له امله يې پښتانه پړه بلل کيدای سي . پښتانه فکر کوي چي که يې په خپله ژبه په ښوونځي يا پوهنتون کي د تدريس غوښتنه وکړه متعصب به وبلل سي ، که يې په پښتو ژبه غوښتنليک ( عريضه ) وليکله ، يا که مامور صاحب او ريس صاحب په پښتو ژبه مکتوب ولېږﺉ له دندي به ګوښه کړه سي ، د راډيو او تلويزيون مسولين هم همداسي درواخله چي ددولت په تلويزيون کي او ادارو کي ددولت لخوا جوړ سوی اساسي قانون تر پښو لاندي کوي .
څه شی ته اړتیاده او څه باید وکړو؟
اوس چی داټولی ناخوالی په سترګو وینویوه ورځ موتربلی خرابیږی اویواوبل ناورین راباندی تپل کیږی اومونږتری لاندی کیږو. نومونږته لازمه ده چی لاندی کارونه په نظرکښی ونیسو اوعملی جامه ورواغوندو.
اول بایدخپله ژبه ددفتر ،مکتب او پوهنتون ژبه وګرځوو.
هرهغه پښتون چی په حکومتی اداروکښی کار بند وی دهرچاسره په هر ارګان کښی چی وی باید اول دعریضی دلیکلو په وخت کښی دخپلی ژبی(پښتو) دلیکلو نه کار واخلی او ورته په پښتو لیکل شوي عریضه وړاندی کړی د نه منلو په وخت کی باید کلکه مبارزه وکړي او د واکثریت دلیل ورته وړاندی کړی ، په خپله ژبه خبري کول يا ليک لوست کول که تعصب وي نو دا تعصب ټوله نړۍ کوي .
بل هغه خبریالان چی په تلویزنو او رادیوګانو کی کار کوی باید دا واجب وګڼی چی په سلوکی پنځه اویافیصده برخه دی پښتوژبی او پښتنی کلتور ته ورکړی او په دی لاره کی دچا ډار او ویره ونه کړی او نه یی هم په دی لیل چی د دندی به ګوښه شم ځان نامسوله وبولی ځکه دی ژبی مسولیت زیات او حق یی په هروخت بلکه په اوس اساسو شرایطو کی ډير دی .
دریم هغه هغه پښتانه وروڼه چی په دولتی ادارو کی دندی ترسره کوی باید دادځان فرض وبولی چی دی پښتو لپاره به کار کوم او دا طمع ونه کوی چی اوس خو دری په هره اداره کی ویله کیږی نو زه ولی پښتو وایم او یایی ولی ولیکم او په دی باره کی په اداره کی دی نورو کارکوونکو ته هم دی هدایت په شان همدا خبره وکوی او پښتنی احساس ژوندی وساتی .
څلورم : هغه پښتانه استادان چی په پوهنتونو او ښوونځیو کی درس ورکوی باید اول مرام یی همدا وی چی په همدی درس کی به دوه کارونه کوم یو هم عام درس ورکول او بل پکښی دی پښتو ژبی اوچتول .په تیره بیا هغه پښتانه استادان چی په کابل کی په پوهنتون او یا ښونځیو کی درسونه ورکوی باید فریضه یی وګڼی او د ځان یی معمول وګرځوی .ترڅو هم ثواب شی هم خرما .
پنځم :هغه ګران محصلین چی په کابل پوهنتون کی زده کړی کوی ددی لپاره چی مونږ ته دی درس په خپله مورنی خوږه ژبه پښتو راکړل شی باید سولیز لاریونونه وکړي او ترهغه وخته په قرار نه کښینی ترڅو چی ورته په ټولګی کی دی خوش امدید په ځای ښه راغلاست نه وی ویل شوی .
شپږم :بله چی یوه مهمه خبره ده هغه هم دی ولسی جرګی د وکیلانو لپاره ده څنګه چی ولسی جرګی ته د اولس خونه ویل کیږی او وکیل ته دی ولس نماینده ویل کیږی نو باید دی خپل اولس ته په ریښتنی سره خدمت وکوی او دی هغوی هره اړینه موضوع حل کړی او یو وکیل دی ولسی جرګی له لاری کولای شی چی ډيرو شیانو کښی بدلون راولی او ل باید همدا خبره په ولسی جرګه کی عملی کړی چی خپل یو دملت اواز رسول او دی هغوی ځواب اخیستل په پښتو ژبه کی وکړي او په دی خبرو خطا نه شی چی څوک ورته متعصب او یا فاشیست وایی په دلیل سره دی ورته ووایی چی دی هیواد پنځه اویا سلنه (۷۵٪) سلنه وګړی پښتانه دی او دی وګړیو مطابق د خپلی ژبی حق هم غواړو او دی لړی ته دی دوام ورکړی ترڅو دنورو وکیلانو هم دی ټکی ته نظر شی او دا کار یو عمل ولری ترڅو یی مثبت نتیجه ووینو او میوی ته یی ټول اولس زړه خوشحاله کړو او په همدی طریقه به د خلکو او د وکیلانو ترمنځ دا د نفرت اوږد واټن هم کم شی نوپه نتیجه کی به مو دوه کاره کړی وی هم به هغه وکیل خلک په ځان راټول کړی او ولس ته به باوری شی او هم به یی خپلی مورنی ژبی ته چی ناموس ګڼل کیږی خدمت کړی وی او نه داسی چی کوم وکیل صاحب محترم مو د کوم زورواک د واک لاندی ځان غلی وساتی او خپل پښتنی احساس دی څو پیسو په مقابل کی مړ کړی او ټول اولس په ژوره کنده کی غورځار کړی چی بیا به هم دی خدای مسوله وی او هم دی خپلی ژبی او هم د دغه مظلوم ولس …..
اووم:هغه خلک (پښتانه ) ځوانان وروڼه او خویندی چی انټرنیټ ته لاس رسی لری باید دی خپلی ژبی لپاره نه ستړیدونکی هلی ځلی وکړي .باید د همدی (انټرنیټ) له لاری خپلی ژبی ،خپل کلتور او خپل قوم دی اواز اوچتولو لپاره خپلو لیکنو،مقالو ته زور ورکړی او له همدی لاري د يووالي لپاره خپل ږغ اوچت کړي .
نو اوس سوال داده چی د پورتنیو کارونو دسرته رسولو په صورت کی به ایا زمونږ ښونځی دسوځولو خلاص شی او یا دی پښتنو ټولی بدبختی به له همدی لاری ختمی شی ..؟؟؟
زه دومره وایم چی که پورتنی کارونه سرته ورسیږی او د قدرت په وخت کی له دی نه هم زیات کار وکول شی او عملی شی او هرپښتون پښتو مورنی ژبه وګڼی او دا احساس وکړي چی خپلو خلکو ته په خدمت کولو او خپلی ژبی ته په پراختيا ورکولو کی ډير خوند دی او دا فریضه وبولی نوزه درته د انګریزانو په خبره دا (چیلینج) درکوم چی ټولی ناخوالی به له همدی لاري مخ په کمېدو سي .
چی موضوع نوره اوږده نه شی نو په دی باره کی کیدای شی یوڅوک سوال بیا هم ولری چی داڅنګه ژبی ته په خدمت کولو کی به قوم هم له بدبختی خلاص شی او اولس ته به هم ګټه ورسوی؟؟
نو په ځواب کی یی د (پاچاخان ) دایوه خبره کفایت کوی چی وایی : چی کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شی هغه قوم سپک شی .
دا ليکنه خپلو ملګرو او دوستانو ته ولېږﺉ او هغوی هم پوه کړﺉ چي حق ورکول کېږي نه بلکي غوښتل کيږي او په خپله ژبه وينا او ليک لوست که تعصب وي نو دا تعصب له بابا ادمه تر دې دمه ټولو کړﺉ دی . د لېږلو او شريکولو لپاره لاندنۍ اسانتياوي وکاروﺉ .