د اوباما د نوی ستراتیژۍ په هکله د طالبانو غبرګون
طالبانو رسنیو ته لیکلی چی د افغان جګړې په اړه د اوباما د تیری ورځی اعلان کړې نوې ستراتیژي او بیا کتنه خوشی یوه تبلیغاتی مانوره ده چی خپله ماتې پکښی پټوی . اعلامیه وایی چی اوباما د خپلی ناکامۍ څخه د امریکایانو او نړیوالو پام بلی هیلی ته اړوی تر څو یو څه موده یې بیا په بې اساسه امیدونو کی وساتی ، خو ټولی اجنبی طرحی ناکامه سوي او د افغانستان د عینی واقعیتونو سره هیڅ اړخ نه لګوی .
اعلامیه زیاتوی چی تیرو نهو کلونو ثابته کړه چی د بهرنیو پوځیانو ډېرول او د هغوی لخوا پر جنګ ټینګار یوه پوچه نسخه ده او هغه ښیی چی کال په کال یې تلفات او ضایعات نور هم ډیریږی او دا هغه حقیقت دی چی اوباما په خپله دغه نوې کتنه کی هم اعتراف ورباندی کړی دی .
اعلامیه وایی چی د اوباما ستراتیژي د پوځی ډګر څخه علاوه په ملکی او اداری برخو کی هم هیڅ لاسته راوړنی نه دي لرلي او د هغوی ټول پروګرامونه د شکست او فضیحت سره مخامخ دي او یوازینی محصول یې د افغان فاسد او بې کفایته او غیر ملی حکومت پر قدرت ساتل او په امریکایی عملیاتو کی د زرګونو ولسی خلکو وژل کېدل دی .
د طالبانو اعلامیه په پای کی وایی چی تر څو ټول بهرني پوځیان له هېواده وتلی نه وی تر هغو پوری په افغانستان کی امن او سوکالي نسی راتلای او د بهرنۍ نیونی او مداخلې دوام به د لا زیاتو تلفاتو او ورانیو سبب وګرځی . نو ځکه اوس هم ناوخته نه دی بلکی د افغانستان اشغال ته باید خاتمه ورکړه سی ، که نه موږ خپل مقاومت ته دوام ورکوو .