کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:مشرف غير قانوني ولسمشر دی

نوازشريف:مشرف غير قانوني ولسمشر دی

 د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف وايي چې د ترهه ګرۍ په ضد روانې جګړې تعريف دي  وشي ، اسلام آباد کښې د جماعت اسلامي د مشر قاضي حسين احمد سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال نواز شريف زياته کړې ده چې مونږ هغه عدليه بحاله کول غواړو چې کومه پروېز مشرف له پښو غورځولې ده او ولس مشر مشرف غير  غير قانوني ولس مشر دى ، د ولس مشر مشرف په ضد په پارليمان کښې د مواخذې تحريک وړاندې کولو دمخه عدليه بحاله کولو سره ددۀ راتلونکۍ ښکاره کول پکار دى ، نواز شريف زياته کړېده

  چې پر اووه ويشتم فبروري به پاکستان پيپلز ګوند ، مسلم ليګ ( ن ) او عوامي نېشنل ګوند ګډه غونډه کوي چې د غوندې د لارې به مشرف ته څرګنده شي چې حقيقت څه دى.