کور / تازه خبرونه / سردارعطاالله مينګل:يوازي بخښنه ستونزي نه هواروي

سردارعطاالله مينګل:يوازي بخښنه ستونزي نه هواروي


 بلوڅ قام پرست ګوندونو د پيپلز ګوند لخوا د بلوڅانو څخه د بخښنې قرارداد يو مثبت عمل بللۍ دى او وايي چې پر دغه قرار داد بايد عمل وشي ، بلخواته په کوهلو کښې امنيتي ځواکونو پلټونکي عمليات تر سره کړي دي ، خو په سرکاري توګه يې پخلۍ ندۍ شوۍ ،  د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار عطاء الله مينګل د پيپلز ګوند اوسنۍ چلند په زړه پورې وباله ، سردار عطاء الله مينګل ويلي دي چې يواځى په بخښنه غوښتل د سهيلي پښتونخوا ( بلوڅستان )  د مسئلې د هوارولو لار نده چې تر څو پورې بلوڅانو ته دغه باور ورنکړل شي چې د حالاتو د ښوالي لپاره به عملي ګامونه اوچته ولو ته اړتيا عطاء الله مينګل بى بى سى ته ويلي دي چې زه باور نه لرم چې حکومت به د سهيلي پښتونخوا مسئله حل کړاى شي ، بلخواته د نېشنل ګوند مخکښ جان محمد بليدي ويلي دي چې پيپلز ګوند کولې شي چې د بلوچستان مسئله حل کړي خو يواځي په خبرو د بلوچستان مسئله نه حل کېږي ، په بلوچستان کښې بايد د عملياتو مخه ونيول شي ، د سردار اختر مينګل په شمول ټول سياسي بنديان آزاد شي.