کور / تازه خبرونه / جمعيت علما اسلام په کويټه کي کمېټه پرانستله

جمعيت علما اسلام په کويټه کي کمېټه پرانستله

 د جمعيت علماء اسلام د سهيلي پښتونخوا  امير مولانا محمد خان شيراني اعلان وکړ چې مولانا عبدالواسع به د سهيلي پښتونخوا په اسمبلۍ کښې د ايم ايم اې پارليماني مشر وي ، په کويټه کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې مولانا محمد خان شيراني زياته کړه چې د راتلونکي حکومت په اړه د خبرو اترو لپاره يوه کميټۍ د مولانا عطاء الله په مشري کښې جوړه کړل شوې ده ، د کميټۍ په غړو کښې مولانا عبدالواسع ، حافظ حمد الله ، رحمت الله کاکړ او منظور مينګل شامل دي ، دغه کميټۍ به د ټولو ګوندونو سره خبرې اترې کوي ، د يادونې وړ ده چې مولانا محمد خان شيراني پرله پسې د ژوب قلعه سيف الله د حلقې څخه بريالۍ کېده خو په اوسنيو انتخاباتو کښې مولانا شيراني د يوه بل ملا په وړاندې خپله څوکۍ دلاسه ورکړه.