کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستاني حکومت په اړه د امريکا او اروپا نظر

د پاکستاني حکومت په اړه د امريکا او اروپا نظر

 ولس مشر پروېز مشرف د درې امريکايي سناتورانو هغه بيان رد کړى دۍ چې ګواکې پروېز مشرف ته په ښه انداز دنده پرېښودل پکار ده ، د ولس مشر پروېز مشرف وياند راشد قريشي په يوه مرکه کښې وئيلي چې د پاکستان تېر پارليمان پرويز مشرف د پنځو کالو لپاره ولس مشر ټاکلۍ دى ، د امريکا د سناتورانو پر بيان باندې څه غبرګون ښکاره کولو ته اړتيا نشته.

اروپايي اتحاديې د پاکستان د انتخاباتو پس د يوه پائيدار حکومت رامنځته کولو د قاضيانو او وکيلانو د خوشي کولو او د ميډيا د خپلواکۍ غوښتنه وکړه ، په اسلام آباد کښې د فرانس د سفارتخانې څخه په خپره شوې اعلاميه کښې وئيل شوى دى چې په پاکستان کښې دي فعال حکومت رامنځته کړل شي ، په اعلاميه کښې زياته شوې ده چې اروپايي يونين په پاکستان کښې جمهوري اصولونو او د قانون واکمنۍ پر بنسټ د خوشحالې ټولنې رامنځته کولو لپاره خپله ژمنه تر سره کړي.