کور / تازه خبرونه / کندز:بیځایه شویوکورنیوسره مرسته وشوه.

کندز:بیځایه شویوکورنیوسره مرسته وشوه.

په کندزولایت کی لږترلږه۶۰۰ بیځایه شویوکورنیوسره مرسته وشوه

۶۷۹ کورنی چی په دی وروستیوکی دکندزولایت دسری میاشتی ټولنی لخواسروی شوی وی دچهارشنبی په ورځ ورسره دخوراکی توکوژمنی مرسته وشوه

دکندزدسری میاشتی ریس انجینیراحمد فریدوویل چی په مرسته شویوتوکو کی ۶ قلمه مواد شامل دی چی په هغه کی وریځې ، لوبیا، غوړی ، بوره ، چای اومالګه ده چی هری مستحقی کورنی ته نن نن دیادی ټولنې له لورې وویشل شوه.

نوموړې زیاته کړه چی دکندزولایت په چهاردری ولسوالی اوباغ شرکت سیموکی یوشمیر بی ځایه شوی کسان دوی واردمخه ثبت اوراجستر کړی چی په لومړی سرکې به دوی ته مرسته ورسوی.

هغه زیاته کړه چی له یادوشویوسیموڅخه ۱۸ کلی دوی دسروی له مخی مستحق پیژندلې اونن یی دتیرې سروی له مخی ۵۶۲ کورنیوسره مرسته وکړه چی دغه لړی به دژمی ترپایه پوری دوام ومومی.

فریدپه ټولوپانګه والواوبډایه خلکوغږوکړترڅودوی په ژمی کی دبی بضاعته کورنیولاسنیوی وکړی ځکه په ژمی کی هغوی له ډیروستونزوسره مخ وی

په همدی حال کی دچهاردری ولسوالې اودباغ شرکت دسیمو یوشمیراوسیدونکیو چی دغه توکی یی ترلاسه کړی په داسی حال کی چی خوشاله بریښدل خوله دولت اوبهرنیوموسسوڅخه وغوښتل ترڅوله هغوی سره نوره مرسته هم وکړی.

دیادولووړده چی دری لسیزوکورنیوجنګ جګړوپه افغانستان کی یوشمیرزیات کسان بی کوره کړی چی دغه کورنی دمګړی په هرځای کی له ډیروخڼډونوسره مخ دی.
په شمال کې کندوزیوله هغو ولایتونوندی چې وروستیوناامنیواویوشمیرنوروزور زیاتیوله مخی ګڼ شمیر کورنۍ وخپلوکورنوپریښودوته اړشوی دی.