کور / سپورټي / کابل: د نجونو کرکټ سیالۍ دوام لري

کابل: د نجونو کرکټ سیالۍ دوام لري

د افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په کابل کې د ا افغان انجونو تر منځ د مسلم هینډ مرستندویه ټولنې په مرسته پېل کړي دی.
نوموړې سیالۍ دوه ورځې مخکې پېل شوي او سبا ته پای ته رسیږي، دا سیالۍ د افغان انجونو کرکټ لوبغاړو ته د ازموینې سیالۍ هم دي چې د افغان انجونو ملي لوبډلې ته به ترې ځلیدلې لوبغاړې غوره کیږي.
افغان کرکټ بورډ د افغان میرمنو کرکټ ملي لوبډلې باندې د ۵ میاشتو راهیسې کار پېل کړي او په کابل کې یې ورته یوه ځانګړې د انجونو کرکټ اکاډومۍ د شهید سردار محمد داود خان په لیسه کې جوړه کړي چې اوس پکې دا سیالۍ هم رواني دي.
همدارنګه افغان کرکټ بورډ د ډیسمبر په ۲۵ نېټه په کابل کې د کرکټ بورډ د افغان انجونو لپاره بله سیالۍ په لاره هم اچوي.