کور / تازه خبرونه / کندز:ځانمرګې بریديوپولیس وواژه ۳ ملکی ټپیان

کندز:ځانمرګې بریديوپولیس وواژه ۳ ملکی ټپیان

نن سهار دکندوز ښار مرکزی څوک کې ځانمرګی برید وشو.
دکندوز دامنیت امر سمنوال عبدالرحمن آقتاش وویل :چی یو کس انتحارکوونکی نن سهار نږدی ۸ بجی دکندوزښار په مرکزی څوک کې دپولیس په پوسته برید وکړ چې له کبله یی دهغه په خبره یوتن پولیس په دغه حمله کې ووژل شو او ۳ تنه عام وګړی ژوبل شول.
آقتاش زیاته کړه چی پخپله انتحارکوونکې چی پلی روان وو هم وژل شوی دی.

دیادونې وړ ده چی تراوسه پوری ددغه برید مسوولیت هیچا په غاړه ندی اخیستی.

همدغه اونې هم په یاد ولایت کې دملی پوځ دجلب اوجذب په مرکز برید ترسره کړ چی له کبله یی پولیسواوملی پوځ عسکروته مرګ ژوبله اوښتی وه.
دملی پوځ په مرکز دبرید پړه وسلوالوطالبانو منلی وه.