د سويس او چيلي په سفارتونو کي چاودني وسوې

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2010


په ايټالياکې دسويس اوچيلي په سفارتونوکې په بيلابيلو چاودنوکې دوه تنه ټپيان شوي دي .

دنوموړي هيواد امنيتي چارواکې وايي له دي چاودنو وروسته امنيتي چارواکو په دي هيواد کې ټول سفارتونه وڅيړل .

په ورته وخت کې دايټاليا دبهرنيوچارو وزارت دغه چاودنې په کلکه غندلي او دمسؤلينو دنيولو امر يې کړى .

بلخوا دروم پوليسو دهغه کسانو په اړه پراخي څيړني پيل کړي چې په سيوس اوچيلي هيوادونوکې دنوموړي هيواد سفارتونوته بمي بستي ليږلي دي .

ديادونې وړده تيره ورځ دوه بستي چې په هغې کې بمونه ځاى پرځاى شوي وو په چيلي اوسويس هيوادونوکې دروم په سفارت خونوکې وچاوديدل چې په پايله کې دوه تنه سخت ژوبل کړل .

تراوسه دا په ډاګه نده چې کومي ډلي دغه دوه بستي دنوموړي هيواد سفارت خونو ته ليږلي دي خو دايټاليا هيواد دغه کړنه يوه ترهګريز عمل بولي

Copyright Larawbar 2007-2024