کور / شعر / تنزري

تنزري

ورک زموږ له غرونو نه بازان کړې ته
ربه خوار تنزري پاچايان کړې ته
خدايه د هوسۍ ښېرا قبوله کړه
شل ورته په غبرګو پښو زمريان کړې ته
دا د زهرو ډک قوي قوي ماران
ټول نور د چنچڼو غلامان کړې ته
هسې خو په بل شکل خپليږي نه
خدايه راتاوان په ما جانان کړې ته
دا زموږ نه اوس پردی پردی اټک
بېرته خپله برخه د افغان کړې ته