کور / تازه خبرونه / نورمونوخپل طالبان پركوروكښېنولي اونور….

نورمونوخپل طالبان پركوروكښېنولي اونور….

دكندهاردميوندوالسوالۍ قومي مشرانواوځاي خلګوپريكړه كړي چې نورپه خپلوسيموكې دوسله والوطالباودفعاليت مخه نيسي اوكوكنارپه خپله خوښه لمنځه وړي .


دغه پريكړه چې دميوندوالسوالۍ دګرماوك دسيمي اوسيدونكوكړي له افغان دولت څخه يې غوښتنه وكړه چې نوردي ده دوي په سيمه كې بهرني ځواكونه عمليات نه كوي اودوي چمتودي چې دخپلې سيمي امنيت په خپله وساتي .


دغوخلګوپه خپلوخبروكې زياته كړل چې دسيمي طالبان يې پرخپلوكورنوكښېنه ولي اودنوروسيموجنګيدونكوطالبانوته پخپلوكورنوكې ځاي نه وركوي .


 دميوندوالسوالۍ يوتن قومي مشرحاجې عبدالحكيم نورزي له دولت څخه دملاتړپه ترڅ كې دجرګواوناستوله لاري پوره هوډڅرګندكړچې دكوكنارودكښت اودوسله والوطالبانودفعاليتونو دمخ نيوي اوپه سيمه كې به دپرمختيايې پروژودامنيت په خوندي كولوكې رغنده هڅي كوي .


دكندهاروالي اسدالله خالدچې ديوي ډلي خبريالانوپه ملتيادغې سيمي ته تللي وځاي خلګوته وويل چې دولت چمتودي چې ددوي په سيمه كې روغتيايې كلنيك ،ښونځي اوځيني نوري لمړني اسانتياوي برابره كړي .


نومه وړي له ځايې خلګوڅخه غوښتنه وكړه چې دپرمختيايې پروژودپلي كولولپاره دي امنيت خوندي كړي .


والي په تكرارسره يادونه وكړل ،پوره هوډلري چې دكوكناروكښت به لمنځه وړي اوهيڅوك به هم دغه كښت ته پرينږدي .


دګرماوك څوتنواوسيدونكودځاي ستونزوپه يادولوسره پخپلوخبروكې لراوبرته وويل چې دبهرنيوځواكونوعملياتواودژوندنوروګڼوستونزودوي دې ته وهڅول چې په يوالي سره به نورپخپلوسيميوكې وسله والوطالبانوته ځاي نه وركوي اودټولوستونزوپه اړه به له دولت سره اړيكي نيسي .


دكندهاروالي اسدالله خالدپه جرګه كې له قومي مخوروڅخه وغوښتل  هغه ځاي وسله وال طالبان چې دوي پركوروكښينه ولي دوي ته وروپيژني چې دولت ورسره همكاري وكړي .