کور / تازه خبرونه / هلمند: ملي پوليسو پنځه تنه وسلوال غلـــه ونيول

هلمند: ملي پوليسو پنځه تنه وسلوال غلـــه ونيول

د سه شنبې سهار مهال د هلمند ملي پوليسو  په ګرشك ولسوالۍ كي پنځه تنه وسله وال غله لاس په لاس ونيول .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د لر وبر ويب پاڼي خبريال ته د ټليفون پر كرښه وويل چي د نيول سويو پنځو تنو غلو سره څو ميله كلاشينكوفونه او توپنچې هم نيول سوي دي .


د پوليسو مشر زياته كړه چي دا مهال نيول سوي غله د پوليسو تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .


په تيرو څو مياشتو كي څو واره پرلپسې  د هلمند پوليسو په لسګونو انسان تښتونكي او ورته غله نيولي دي .


خو د نوموړي ولايت ګڼ شمير اوسېدونكي د لراو بر خبريال ته وويل چي دولت سره له دې چي په وار وار غله نيسي خو هغه بيرته د څو پيسو په بدل كي خوشي كيږي .