کور / راپور / افغان ولس کلتوري ټولنه – اوتريش ( استريا)

افغان ولس کلتوري ټولنه – اوتريش ( استريا)

افغان ولس کلتوري ټولنه «د افغاستان د بيا ودانولو مرستې ټولنې» نوی نوم دی.


په 1999 م کې په اوتريش کې د ميشتو افغانانو لخوا «د افغاستان د بيا ودانولو مرستې ټولنه» جوړه شوه. هغه مهال د ټولنې مشر دوکتور اسدالله بها او مرستيال يې پوهاند دوکتور عبدالحی نظيفي وټاکل شول.


«د افغاستان د بيا ودانولو مرستې ټولنې» په تېرو څو کلونو کې د خپلو نورو کلتوري خدمتونو تر څنګ دغه لانديني کارونه تر سره کړي دي.


ــ افغانستان (سرې مياشتې) ته دارو درمل او د طبي سامانونو استول.


ــ د ګران هېواد افغانستان د ملي او مذهبي ورځو نمانځنه


ــ د پوهاندصديق الله رښتين د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ پوهنغونډه


ــ د پوهاند دوکتور عبدالشکور رشاد د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ پوهنغونډه


ــ په ويانا کې د ارواښاد پوهاند دوکتور عبدالشکور رشاد د فاتحې مراسم


ــ د ارواښاد دوکتور اسدالله بها د جنازې او فاتحې مراسم


په 2006 م کې د ټولنې د غړو په غوښتنه د افغاستان د بيا ودانولو مرستې ټولنه د« افغان ولس کلتوري ټولنه» په نوم ونومول شوه. د ټولنې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی نظيفي او مرستيال يې ديپلوم انجينر محمد حکيم اګدري وټاکل شول.


يادونه:  دټولنې خپرونه د پخوا په شان « افغان ولس» ده.


ــ په ويانا کې دافغانستان دخپلواکۍ دبيا ګټلو د ٨۷ يمې کليزې په وياړ غونډه


ــ په ويانا کې دافغانستان دخپلواکۍ دبيا ګټلو د ٨۸ يمې کليزې په وياړ غونډه


ــ په 2007 م کې د «افغان ولس کلتوري ټولنې» په پرله پسې هڅو، د ويانا په ښوونځيو کې دافغان زده کوونکيو لپاره د پښتو ژبزده کړې رسمي پيل همدارنګه ټولنه د روان کال د نوامبر پر اووه لسمه د اوتريش په پلازمېنه ( ويانا ) کې تر لانديني سرليک لاندې يوه پوهنغونډه رابولي.


«په هندوجرمانيک و ساکي ـ آرياني ژبو کې د پښتو ژبې د ځای په اړه پوهنغونډه (سيمينار)»


د پوهنغونډې موخه د افغاني کلتور د لابډاينې، ودې او پرمختګ په روان بهير کې د پښتو ژبې تاريخـي څرنګوالي، آر، خپلواکۍ او ځانګړتيا ته يوه پوهنيزه کتنه ده.


په غونډه کې به د افغاني او غربي پوهانو لخوا ويناوې واورول شي.آو د حاضرينو پوښتنو ته به ځوابونه وويل شي. ويناوې به له چاپه وروسته د اروپا او افغانستان اکاډميګو مرکزونو ته واستول شي او هلته به د يو سند په توګه پاتې شي. همدارنګه موږ به هڅه وکړو چې ويناوې د تلوېزيون له لارې هم خپرې شي .


اړيکي :


DI. Hakim Agdarey
Steiner Land Straße 52
3504 Krems Stein
Austria (Österreich)
Email  haag_05@yahoo.de 
Tel.:  0043/ 664 60 806 603       Mob.


يادونه: که تاسو هم په لوی افغانستان يا نړۍ کي د کلتوري ، علمي يا ادبي ټولني مشر ، غړی يا استازی ياست هيله کوو چي د خپلي ټولني يا خپروني لنډه پيژندنه د لراوبر ويبپاڼي له لاري له مينه والو سره شريک کړئ ، اړيکي :  abdullah.ehsan@gmail.com