کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پرمختللې اروپا ، نوی تکنالوژی اوانسان خوړل

پرمختللې اروپا ، نوی تکنالوژی اوانسان خوړل

حاجي محمد نوزادي
    دوړوکتوب نه می ارويدلې وه چی فلانی طائفه خلګ قبرستان او اديره نلری . ددی خبری نه مانا دا وه چی دوی خپل مړه خپلوان نه ښخوی او خوری ئی . ولی هيڅکله هم هيچا دانه وه ليدلې چی دوی دی دغه کارترسره کړی وی .
    شايد مشرانو به پدی خاطر داسی ويل چی موږ ماشومان پری و ډاروی اوراته ويل به ئی که داکار وکړی اويا هغه کار ونکړي نو دوی راځی اوتاسی به وخوری . خو داچی زموږ به خپله غوښه په چا نه وه پيرزو ، نوبه مو دمشرانو په اشاره کارکاوه . 
دهغه وخت راهيسی ډير کلونه تير شوه ، دتقدير ناخوالو دهغه وروسته پاته ټاټوبی نه را ليری او په پرمختللې اروپا کښی ميشت کړم . دلته چی دماشومانو دډارولو دپاره بلاګانی نشته ، نودسړی خوړونکو انسانانو په هکله خو می فکرهم کولای نشو . دهری ورځی په تيريدوسره دتکنالوژی چټکه وده دليدلو اولمسولو وړ ده . سترګی می لانه وی پرانيسی ، دادي ٢١ پيړۍ ته ورننوتو . 
  هغو کسانو چی کمپيوتر ته وده ورکول اوهغوی چی داتکنالوژی دانترنيټ تر کچی لوړه کړه ، هيڅوقت ئی دا تصور هم کولای نشوچی انترنيټ به کله هم انسان خوړونکو ته د رزق سوری پرانيزی . دادی اخر همداسی وشوه :


   د٢٠٠١ کال دمارچ مياشت وه چی دپسرلې ژوند زيږونکو وږمو په هر څه کښی نوي ساه پوکول ، واښه خوړونکو ژوو ته ځمکی رزق زيږاوه اوغوښه خوړونکی ژوې دښکار په هيله دژمی له درانده خوبه راپاڅيدل ، خو دپرمختللې اروپا په زړه دجرمنې په هيواد کښی ديوه کا نيبا ليست دکلونو کلونو ارزو هم ترسره او دلوړی تکنالوژې په مرسته ئی رزق کورته راغی ، په خپلو لاسونو ئی دروزه ور وټکول . سر چی دشا ل لايق وی ، له کشميره ورته راځی . 
   کانيباليزم Kannibalisme په قاموسونو کښی داسی تعريف شويدی :


    کانيباليزم د Caraib قوم دنامه څخه چی په هسپانيوي ژبی کی ئی د Cannibal پشکل تغير موندلې دی ، ريښی اخلی او ديوه انسان لخوا دبل انسان دخوړلو په مانا کارول کيږی . لدی نه پرته دهغو نادرو حيواناتو په هکله هم ددغی اصطلاح څخه کاراخلی ، کوم چی دخپل نوع دخوړلوسره عادت لری . دنوموړې اصطلاح مترادف يونانی کلمه انتروپوجی Antropogy ده .


  پدی توګه نو کانيباليست ( ادمخور ) هغه چاته ويل کيږی چی دانسان غوښی خوری . حتی ډيرغوښی خوړونکی ځناوران شته چی ترڅو دلوږی نه دمرګ پولې ته نژدی نشی پر انسانانو باندی حمله نه کوی او ددوی غوښی خوړلو ته زړه نه ښه کوی . 
دهمهغه٢٠٠١ کال دپسرلې لومړۍ مياشت وه ، په رسنيو کی می ولوستل چی په جرمنې کښی د Armin Meiwes پنامه يوسړی ديوه بل نفر دخوړلو په تور نيول شوی اوترپوښتنو ګرويږنو لاندی دی . پدی کار کښی دده سره لوړې پرمختلې تکنالوژی مرسته کړيوه . ترهغه ځايه چی له رسنيو څخه د پيښی جريان راياد دی ، قصه داسی وه :
 پرنوموړی سړيخورباندی دانسان خوړلو اشتها غلبه وکړه نوئی ولوړې تکنالوژې ته دمرستی پخاطر لاس اوږد اوپدی هکله ئی دانترنيټ دلاری يو اعلان خپورکړ چی دی غواړی يو انسان وخوری ، نو هرڅوک چی دی کار ته په خپله خوښه غاړه ايږدی ، کولای شی دده سره په ټاکلې ادرس اړيکې ونيسی .
   څه موده وروسته د Brend Jurgen Brandes پنامه يو داوطلب پيداسو ، ترضروری تماس او پوهاوی وروسته ئی دخپل کار دځای نه ددرو ورځو دپاره رخصت واخيست او بيله دی نه چی څوک خبر کړی دسړيخور کورته راغی اوپه خبرو کی کوربه ورته وويل چی عزم ئی جدی دی خو دده له موافقی پرته به داکار ونکړی . که چيری نه غواړی ، کولای شی بيرته ولاړ شی . ميلمه هم خپل فوافقه په جدی توګه ورته اعلان کړه او دواړه پر دی خبره يوه خوله شول چی کوربه به ميلمه خوری . کوربه لازم وګڼل چی لومړی بايد دميلمه دبدن دغوښو خوند وګوری . پدی موخه ئي دميلمه تناسلی اله وټاکل او په ډير احتياط سره ئی دچړۍ پواسطه ورڅخه پری


کړه . لمړۍ ئی زخمی شوی ځای په ډيره مهربانی سره اپانسمان کړ، بيا ئی نوموړې غوښه په کړايي کی کباب ، دواړو يعني کوربه او ميلمه په کډه وخوړ او مزه ئی خورا خوښه شوه . دادی اجل نيولې  ميلمه ئی حلال ، غوښی ئی ټوټه ټوټه اوپه يخچال کښی ځای پرځای کړی ترڅودضرورت پروخت ځناوره اشتها پری ماته کړی . د داوطلب دراتلو څخه نيولې بيا دکار ترپايه پوری ئی ټول جريان په ويدويی کامره کښی ثبت کړ .      پدی توګه Brandes لادرکه ، خپلوانو ئی پوليسوته خبر وکړ او هغوی ئی په لټولو ونه توانيدل . 
   کله چی د کانيباليست ذ خيره په خلاصيدو شوه ، په انترنيت کښی ئی بيا ورته اعلان خپور کړ . ددی اعلان وروسته پوليسوته څه شک پيدا شو، کورته ئی راغلل  اوهلته ئی دخوړل شوی ميلمه پاته شونی پيدا کړه . کوربه ئی ترپوښتنو لاندی ونيو ، هغه هم دانکارضرورت ونه ليد ، هرڅه ئی ومنل او دخپلی بيګناهی د ثبوت دپاره ئی ويدويی فلم وړاندی کړ . 
دجرمنی هيواد په جزايی قانون کښی ديوه چا دپاره چی يو څوک دهغه په خوښه يا غوښتنه ووژنی ، د پنځه کاله بند جزا ټاکل شويده ، مګر دکا نيبا ليزم په هکله کومه يادونه نشته يعنی داچی انسان خوړونکي ته به څه ډول جزا ورکول کيږی ، کومه ماده يا فقره  جود نلری  . خو دخلګو غوښتنه داوه چی داډول خطرناک انسانان بايد ټول عمر په بند کی وساتل شی .


  ايا انسان او خوګ يوله بله سره ورته والۍ لری ؟
  له پخوانه می په کتابونو کی لوستی وه چی طبی څيړونکی مخکی لدی نه چی د درملنی يو متود پرانسانانو باندی عملي کړی ډير وختونه ئي له هر څه نه وړاندی پر خوګانو باندی ازمويی . داځکه ، سره له دي چی په خوګانو کی سړيتوب نشته اوانسانيت هم نه پيژنې ، خو دبدن د ځينوغړو دفعاليت څرنګوالۍ ئی دانسانانو سره تريوی ټاکلې کچي پوری دنورو حيواناتو په پرتله نژديوالۍ لری .


 دناطق حيوان سره ددغه کرغيړن ژوی يوبل ورته والۍ څو ورځی وړاندی دجرمنې سړی خوړونکی کانيباليست په ګوته کړ ، کوم چی اوس د(١٥ کالو ) په بند محکوم دی . هغه پخپلی لومړنۍ تلويزيونی مرکی کښی وويل چی دانسان دغوښو خوند کټ مټ دخوګ دغوښو خوند ته ورته دی . دی چی ځان يو بيخی نورما ل سړی بولی ، وايی چی ما د Brandes غوښي په مالګی کی اخته کولی او دمرچو، هوږی ، نورو مصالح جاتو ، پټاټو يا ګلفی سره يوځای دشنو مرچو په لهاب کي پخولې اوپه ډيره مزه می خوړلې . دده په نظر داغوښی يو څه سختوالۍ لری . دی څرګندوی چی ټول عمر ديوه کشر ورور د درلودلو هيله من وو او د Brandes په خوړلو سره ئی دهغه په کله ورورګلوی ته ورته يوډول اړيکی ورسره حسولې .نوموړۍ داخبره غلطه بولې چی ګويا دانسان دغوښو خوند دچرګ دغوښو پشان دی او زياتوی چی دا غوښه دلږ غوندی تندوالې سره سره بالکل د خوګ دغوښو خوند لری اوخورا خوندوره غوښه ئی ده . 
  داسلام په سپيڅلی دين کښی انسان ته تر ټولو نورو حيواناتو په لوړ نظر يعني داشرف المخوقات په سترګه کتل شوی اوخوګ تر ټولو نورو حيواناتو په سپک نامه يعنی دډير کرغيړن او نجس حيوان پنامه ياد شويدې . مګر بياهم په يوه ځای کښی ددغه زيات تفاوت له مخی دوي دواړه ( انسان اوخوګ ) په يوه ډله کي راغلې دی اوهغه دادې : داسلامی احکامو پربنسټ دهر حيوان پرپوست ( څرمن ) باندي که ئی غوښه حلاله وی يا مرداره ، لمونځ کول روا دی ، خو دخوګ او انسان څرمن لدی امره مستثنی ګڼل شويده چي لمونځ کول ورباندی جواز نلری . البته انسان د شرافت له کبله او خوګ دنجاست له کبله پدغه استثني کی داخليږی کومه چی دوه متضاد قطبونه سره يوځای کوی . 
  په مسيحی نړۍ کښی داچی خوګ تل چاغ اوپه غوښو بار دی ، دشتمنۍ سمبول ګڼل کيږی او هر څوک کوښښ کوی يوه وړه مجسمه ئی دنيکفالي پخاطر په کور کي ولری . مګر بياهم کله چی انسان کوم ناوړه کار وکړی نو خوګ ورته وايی او دانسان چټل کاری هم د خوګ ګرۍ پنامه يادوی . عيسويان داهم وايی چی دخوګ غوښه دبل هرحيوان تر غوښی زياته خوندوره ده او په پاي کښی جرمنی سړی خوړونکی هم دادي دغوښو دخوند له مخی دانسان اوخوګ ترمنځ دمساوی علامه وکښل. 
 انسان خوړنې ته يوه تاريخي کتنه :


  دانسان غوښی خوړل په زرګونوکاله د ميلاد نه وړاندی دانسانی ټولنی په ډيرو ابتدايی وختونو کی يعنی هغه وخت چی لا انسانان تازه دکرهڼی سره بلد شوی وه ، ليد ل شويدی . داپديده په مختلفو شکلونو دټولنيزی ودی په راز راز دورو او په ټوله نړۍ کښی ثبت شويده . ددغي کړنې بنسټيز لاملونه تغذيوی مجبورتياوی ، دخلګو ځينی دوديز سنتونه ، روحی ناروغتياوی او داسی نور ښودل شويدی . دتيری پيړۍ په شلمو کلوو کښی هم دوه تنه جرمنيان ونيول شول چی دوی هريوه په ځانګړی توګه دکلونو په موده انسانان وژل او غوښی ئی د ساسيج ، کوفتی اوپه نورو ډولونو چی دخلګو شکونه را ونه پاروی ، خرڅولې .دټولنې په تاريخ کښی ځينی اضطراری حالاتو اوځانګړو اړتياوو هم دکانيباليزم په پديده کښی رول لوبولې دی . دبيلګی په توګه ددوهمی نړيوالی جګړی پروخت دجرمنی فا شييزم لخوا داشغال شوی لينينګراد دجنګی اسيرانو په ډله ايزو لاګيرونو کښی چی بنديان له لوږی نه ترمرګه رسيدلې وه ، دمړو دخوړلو پيښی وليدلي شوی . په سوماټرا کښی داسی پيښی هم ثبتی شويدی چی مجرماني ګناهکاری ښځی به ئی پداسی يوه جزا محکومولې چی بايد وخوړلې شی . په ځينو توکمونو کښی داسی دودونه هم تيرشوی چی له مخی به ئی دهغو کسانو مړې خوړل ، کوموته چی ئی ډير درناوی کاوه او دائی د هغوی دښخولو ډير دروند ډول ګاڼه . داخلګ دهندوانو ځينی قومونه وه چی لومړۍ به دهغه محترم شخص مړۍ په اورکی سوځاوه او وروسته به ئی دهغه پاتي شوی ايری دنوموړی کورنې په خوړو کښی ګډولی او خوړلې به ئی . دوی عقيده درلوده چی پدی توګه کولاي شی دهغه مړه شوی نفر روحی قوت او ښيګڼی په ځانوکی وساتی . ځينوخلګو بيا داسی هم کړی چی دخپل ډير سخت دښمن غوښی ئی پدی خاطر خوړلي دی چی دانتقام تنده پری ماته اوزړه په سوړ کړی .


    د کانيباليزم نښی نښاني ديوه عادت په توګه اوس يوازی دنړی په هغو سيمو کی ترسترګو کيدلای شی چی صعب العبور او رسيدل ورته ډيرګران کار دی ، دبيلګی په توګه د Guinea New ځينی ليری پراته ګوټونه . هلته دنوموړوسيمو اوسيدونکی داچی د انسانو دغوښی خوړلو سره عادت لری د Kuru پنامه يوی ناروغی باندی اخته کيږی . د دی ناروغې نښانی دبدن دغړو ريږديدل دی او ټاکل شويده چي داناروغی دمړو انسانانو دمغزونو دخوړلو له کبله منځته راځی . 
دمرکزی افريکا پخوانۍ دماغی ناروغ مشر Bokassa ، کوم چی ديوي خونړۍ کودتا په ترڅ کی واک ته ورسيدی اوپخپلو لاسونوئی دماشومانو دوژلو سره مينه درلوده ، او وروسته دعاج په ساحل کی پناه غوښتونکی شو ، هم دانسان خوړلو تورونه ورباندی لګول شويدی .


په سياست کی داډول اصطلاح ګانی دپوهيدلو وړدی لکه ( وينه زبيښونکې استثمار) يا ( نړيخور استعمار ) او داسی نورو څخه مراد څرګند دی چی پدی کی دعمل مستقيم فزيکی اړخ دبحث وړ خبره نده . مګر دپرمختللې  اروپا يی ټولنې دلوړو زده کړو لرونکې Armin  Meiwes خو وايی چی دی يو بيخی نورمال سړۍ دی . که چيری داخبره سمه وی نودلته چی نه لوږه شته ، نه دوديز سنتی خيالونه نوبيا څله انسانان يو بل په فزيکی ډول خوری ؟ ولی دا لوړه تکنالوژې دومره ناتوانه ده چی ديجيتال سيسټم ئی لاهم په خپله محافظوی غيږه کی د جنايتونو دمخنيوی اوخبر ورکولو وس نلری ؟   پای.