کور / تازه خبرونه / په خوست کې پنځه پوليس ووژل شول

په خوست کې پنځه پوليس ووژل شول

نن سه شنبه دخوست ولايت په  يعقوبيو ولسوالي د يو بم چاودنې له امله پنځه  پوليس ووژل شول .
د يعقوبيو ولسوال لطف الله وويل چې نوموړې پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د يوه ټولي قوماندان رازق نور د خپل کور څخه د دندې په لور روان وو
  بابکرخيل په وينا چې په چاودنه کې د رازق نور دوه زامن او دوه نږدې خپلوان وژل شويدي او سراچه موټر يي هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی .
طالبانو د پيښې پړه په غاړه اخستي ده او وويلي يې دي چې په پيښه کې پنځه پوليس وژل شويدي