کور / تازه خبرونه / تخار:محکمې ۱تن په اعدام محکوم کړ

تخار:محکمې ۱تن په اعدام محکوم کړ

دتخار ولایت یوې ابتدایی محکمې یوتن په اشدمجازات یعنی اعدام محکوم اودوه تنه میرمنې په ۱۶ کلنوبندمحکومې کړی.
دتخار والی ویاند فیض محمد توحیدی وویل چی دتخار یوی ابتدایی محکمی یوتن دخپل پلار دوژنی په جرم په اعدام محکوم کړ او دوه تنه میرمنې چی په ورته قضیه کی یی مرسته کړی وه هریوه په ۱۶ کاله بند محکوم شوه
هغه زیاته کړه چې وروسته له هغې چې ورته قضیه رامنځ ته شوه پولیس تورن کس ونیوه او څیړنې یی پیل کړی چې وروسته بیا محکمې څپل وروستی حکم جاری کړ
ددغه قضیه علت ندی څرګند چی ولی نوموړی خپل پلار وواژه خو په ډیرې لیرو پرتو سیموکې ورته قضیی دکورنیو ترمنځ کومه نوی خبره نده.