کور / سپورټي / په کابل کې د ولایتونو د کلبونو کرکټ سیالۍ روانې دي

په کابل کې د ولایتونو د کلبونو کرکټ سیالۍ روانې دي

د افغانستان کرکټ بورډ د هیواد د اتو ولایتونو کرکټ کلبونو تر منځ په کابل کې ۲۰ اوریزه سیالۍ پيل کړي چې نن يې دریمه ورځ ده.
لومړی لوبه د خوست کرکټ کلب او پنجشیر کرکټ کلب تر منځ شوې و چې د خوست ولایت کرکټ لوبډلې پکې پنجشیر ته ماتې ورکړه.
دویمه لوبه د ننګرهار کرکټ ولایت کرکټ کلب او کنړ ولایت کرکټ کلب تر منځ لوبه وشوه ، لومړی توپ وهنه د کنړ کرکټ کلب وکړه چې په ۱۴ اورنو کې یې د ۸۴ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي وسوځیدل. ننګرهار کرکټ کلب ټاکل شوی هدف کنړ کرکټ کلب ته په ۸ اورنو کې د یو لوبغاړي په سوځیدلو پوره کړ.
نن ورځ چې د ډیسمبر ۲۷ نېټه ده د کابل په ملي کرکټ سټډیم کې د لوګر ولایت کلب او پکتیا ولایت کلب لوبه کوي.
دغه سیالۍ ۲۰ اوریزه دي او هر ورځ د کابل په ملي کرکټ سټډیم کې د کابل په وخت سهار ۱۰ بجې پېل کیږي.
په دغه سیالۍ کې د هغو ولایتونو لوبډلې ګډون لري کومې چې په تيرو ولایتي سیالیو کې په منځ لوبه، نیمه پایلوبه او پایلوبه کې لوبه کړي وي.
پنجشیر، خوست، کنړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، میدان وردګ او کندهار کلبنونه په دې سیالۍ کې لوبه کوي.
افغان کرکټ بورډ ټولو لوبډلو مدیرانو ته د خوراک او اوسیدلو مصارف ورکړي دي چې د هر د کلب د لوبډلې مدیر یې د خوراک، څښاک او اوسیدلو مسؤلیت په غاړه لري.