کور / سياسي / د ملت پالو تګلاره ( ډاکټر عبدالحی نيازی )***

د ملت پالو تګلاره ( ډاکټر عبدالحی نيازی )***


دافغانستان د سیاسی مبارزې ډګر تر اوسه پورې د ګوندې مبارزې دپاره دومره وده نه ده کړی چې ګوندونه مثبت اوټاکونکی برخه د افغانستان په سیاسی ډګر ولوبلوي نو له دې کبله ګڼ شمیر ګوندونه د سیاسی واک د ترلاسه کولو دپاره وسلې او د بهرنیو سیاسی ،مالی او پوځی مرستو ته نیازمند دي دا هغه شی چې ګوندونه دننه په افغانستان کې د ولس د ملاتړ له لارې ترلاسه کولای نشي. دا د وخت ضرورت ده چې افغانان باید له قومی سیاسی جوړښتونه ووځی او یو نوی سیاسی پړاو ته داخل شي چې په هغه کې ګوندونه رښتینې ولسی او ملی پایی ولری او دسیاست په دګر کې برخه لیک ټاکونکې وي خو شته ګوندونه قومی او سیمه ییزې پایی لری او د افغانستان د سیاسی او ټولیزې غوښتنو او اړتیاوې ځواب ویللی نه شي.


دبلې افغانی ټولنه په تیرو دریش کلونو د ولس ملی او ملت پلوه سیاسی دهنیت هم ځپل شوی ده او د ملی محور څخه د تیښتې قوه غښتلی او د ملی ګټو پرمحور سیاسی طرز د تفکر کمزورې شوې او دا ډیر وخت ته اړتیا لری چې افغانی ټولنه په سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز چارو کې پرمختګ وکړي چې د ملی ګټو پرمحور ملت پلوې ډلې ډیرې شي او افغانستان د تل دپاره خوندي شي.


د یوې رغنده سیا سی ونده دلوبلو د پاره باید هغه ګوندونه او سیاسی ډلې چې نژدی ایدیالوژیکه اړیکې لری او د افغانستان روانې چارې د یوې ملی زاویی نه ګوري باید خپل ایدیولوژیکې کرښې ، سیاسی پلټ فورم او خپل دریځ د روانې چارو ستونزې لکه کورنئ جګړه ، د بهرنیوځواکونو شتون ، دبشرحقوقو ناقضینو ، اداری فساد ، مخدره توکی تولید او قاچاق  او راتلونکې ولس مشرې په هکله روښانه کړي ترڅو دهم غږو سیاسی ډلو تر منځ د خبرو اترو اوسیاسي  ور پرانستل شي. دلته په مقدماتی توګه موږ دخپل ګوند څو ایدیالوژیکې ټګې څرګنده ؤ چې ځینې یی لا د مخه په اساسی قانون کې پلې شوی دي.


د افغان ملت ګوند د ملی مبارزې په ډګر کې دیوې سیاسی ډلی په توګه د افغانستان خپلواکی ، د خاورې بشپړ تیا ،افغانی ملی هویت ، ملی یوالې ، ملی ګټې او د افغان ولس آزادی د هرډول استبدادي نظام ، استبدادي او استعماری فرهنګ پر ضد د مبارزي په ډګر کې د افغان ولس تر څنګ د خپلو امکاناتو په اندازه دریدلې دي. د افغان ملت ګوند د یو داسې ملی متمدنې ټولنې د جوړیدو غوښتونکې دی چې په هغه کې ټولنیز عدالت ، مذهبی آزادی ، ملی واکمنۍ ، ولسواکۍ ، بشری حقوق ، د بیان ازادی ټامین او د ملت جوړونې تاریخی بهیر چټک شي ؛ خپل ملی دنده او تاریخی رسالت بولی او په افغانی ټولنه کې د اسلامیت ، افغانیت ، تقوا ، فضیلت او معنویت ته  وده اوبرختیا ورکول غواړي.


موږ د داسې نظام د جوړولو دپاره مبارزه کوو ، کوم چې په هغه کې د ټولنې ټولو اتباعو عادلانه مساویانه ټولنیز حقوق خوندی شي او د استعدادونو د ودې د پاره زمینه مساعده شي او د هر ډول اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی ودې امکانات د ملی ګټې په رڼا کې ټولو اتباعوته په عادلاه ټوګه برابر شي.


موږ د یوې داسې ټولنې د جوړیدو غوښتونکې یو چې د  افغان ولس آزادې ارادې په ټولو ؛ ملی ، سیاسی او اقتصادی چارو کې برخه لیک ټاکونکې وي او د ولس دا ارادې یواځی  د خپلواکې په رڼا کې د ولس واکې له لاري تمثیلیدی شي.


موږ په دې باور یو چې د اسلامی شریعیت په رڼا کې د نړیوال بشری حقوقو ، قوانینو او تړونونو پر بڼست د تیرو دیرش کالونو د ملی خاینانو ، د بشری حقوقو او انسانی کرامات د ناقضینو سره په ملی محکمه کې په عادلانه توګه محاسبه وشي.


موږ په دې باور یو چې په یوه ملی متمدنه ټولنه کې آزادی د ټولنې روح ، ولسواکې د ټولنې د ازادي مظهر ، مذهبی آزادی د ټولنې د معنویت مظهر ، د بشرې حقوقو او انسانی کرامت درنښت د ټولنې د عدالت مظهر ، رفرندم او د ګوندونو ټګلاره د تولني د سیاسی دریځ څرګندوی او د سیا سی ، اقتصادی ، علمی او کلتوری جوړښتونو موجودیت د یوه ملت د ودې د څرنکوالې څرګندوی دی چې موږ په دې لاره کې هر اړخیزې ودې ته اړتیا لرو.


موږ په دې باور یو چي د افغاني ټولنې هر فرد حق لری چې په ملی ، سیا سی ، اقتصادی او ټولنیزو برخه لیک او چارو کې پرته د قومی ، سیمه ییز ، مذهبی توبیر ،تبعیض یا امتیاز په افغانستان کې د روانې جګړې په هکله او د بهرنیو قواو د شتون په هکله ځپل نظر څرګند کړي او د حل  عملی لاره د ملی کټو په رڼا کې په ډاګه ولس ته وښیی.


موږ د اساسی قانون سره سم د ولس مشری نظام د ټنګیدو غوښتونکې یو او دا د ولس د آزادې ارادې او ملی ګټوسره سم بولو او د صدارتی نظام جوړیدو د ګوندونو ضعیفې ودې له امله د ملی ګټو سره سم نه بولو.


موږ د افغانستان په دغه حساسه شیبه ګې د فغانستان د ملی ستونزو حل یو تاریخی اړتیا او ملی دنده او تاریخی رسالت ګڼو او دا ملی ستونزې یواځې هغه وخت حل کید شي چې افغان ملت پالې ډلې خپل دریځ او لار او لیک د پوهاوې او تفاهم له لارې څرګند ګړي او هغوی ته بلنه ورکوو چې په دې لاره کې هلې ځلې پیل کړي. موږ د ملی ، سیاسی اوټولنیز ستونزي د حل دپاره دجرګو ، مرکو او تفاهم او د متقابل درناوې فرهنګ ته وده او پرختیا ورکول غواړو تر څو چې د راتلونکې ټول ټاکنې د پاره یوه متحده خپلواکه ملت پلوه ولسی تحریک رامنځ ته شي تر څو چې دا روانه سیاسی تشه ډکه کړی.


د یوه خپلواک ، ولس واک نظام د ټینګښت دپاره او د ملی هیلو او آرمانونو د پلي کیدو دپاره موږ په دې باور يو چې د ملی مبارزي به ډګر کې د سیاسی زغم او د سیاسی پلورالیزم د اصولو پربڼست د ملی مبارزینو ګډون اړین(ضروری) ګڼل کیږی.


ملت پال په دې باور دي چې یوه خپلواګه ، ولسواکه افغانستان او د یوه واحد ملت جوړیدو زموږ ملی د نده ، تاریخی رسالت ، ستراتیژیکه موخه او ملی ارمان دي، داسې ملت چې په هغه کې ملی ګټې ، ملی یوالې ، ملې هویت ، اسلامی ارزښتونه ، بشری حقوق ، د هیواد پرمختګ او د ولس سعادت سوکالی اوبسیا ژوند تل پاتې ارمان وي.