کور / تازه خبرونه / تخار:فرخارولسوالۍ باندی راکټې بریدشوی

تخار:فرخارولسوالۍ باندی راکټې بریدشوی

تیره شپه دتخار ولایت په فرخار ولسوالۍ پر ودانې اوامنیه قومندانی باندی راکټې برید شوی.

ددغه برید په اړه دتخار والې ویاند فیض محمد توحیدی وویل:چې تیره شپه په یاده ولسوالۍ باندی د ددولت مخالفووسلوالوله لوری څو راکټونه وارشوی ، خونوموړی زیاتوی چی هیڅ ډول تلفات نلری مګر توغندی په لیروساحوکې لګیدلې دی
چی چاته په کې زیان ندی اوښتې.

پرفرخار ولسوالۍ دتیرې شپې بریدپړه وسلوالوطالبانو په غاړه اخیستې، ددغې ډلې یوتن ویاندذبیح الله مجاهد دټیلفون له لارې دبریدد مسوولیت دمنلوترڅنګ زیاته کړی چې په یادراکټې برید کې یی ۳پولیس وژلی او۶ نوریی ټپیان کړی دی.
داپه داسې حال کې چې دتخار په فرخار ولسوالې کې دغه لومړې پیښه ده چې رامنځ ته کیږی په تیرکې یاده ولسوالۍ دتخار دپوره امنه ولسوالیوپه کتارکې شمیرل کیده چې داډول پیښې په کې نه وی لیدل شوی .