کور / سپورټي / دوه ورځنۍ سیالۍ کې مس عینک سپین غر ته ماتې ورکړه

دوه ورځنۍ سیالۍ کې مس عینک سپین غر ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ په د دیسمبر په ۲۶ نېټه د ننګرهار ولایت به مارکو شهرا لوبغالي کې دوه ورځینۍ لوبې پېل کړي چې لومړۍ لوبه د مس عینک او سپین غر زونونو تر منځ و.
مس عینک یوه ورځ مخکې پچه وګټله او سپین غر ته یې د توپ وهلو بلنه ورکړه، سپین غر په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې وکړي او ټول وسوځیدل په دویمه پاڼۍ کې یې مس عینک ته ټول ۱۷۲ منډې وکړي.
مسی عینک په لومړۍ پاڼۍ کې د سپین غر لوبډلې هدف پوره کړ او ۴ منډې تر زیاتې وکړي او په ۱۴۶ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل. په دویمه پاڼۍ کې مس عینک د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو د سپین غر ته ټاکلی هدف پوره کړ او د افغانستان د دوه ورځینیو سیالۍ لومړۍ لوبه مس عینک وګټله.
په دې لوبه کې د سپین غر لوبډلې څخه پاچا حسین ۶۲ منډې وکړي او د مس عینک څخه لوبډلې څخه شمیم خان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱ ویکټه او په دویمه پاڼۍ کې د سپین ۶ لوبغاړي وسوځول په دې اساس شمیم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نن د امو او بند امیر لوبډلې لوبه کوي، بند امیر پچه وګټله او د امو زون لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.