ولسمشر له سړکونو د خنډونو د ليري کېدو غوښتنه تکرار کړه

34 | دسمبر 28th, 2010


ولسمشرحامدکرزي يوځلي بيادکابل ښاروالۍ او دکورنيوچارو وزارت ته لارښوونه وکړه څو په واټونوکې دخنډونو دلري کولو کار چټک کړي .
ولسمشرحامدکرزي چې دوزيرانوپه شورا کې خبري کولي دترکي دسفرپه اړه يې دمعلوماتو له ورکولو وروسته دعامي روغتيا او لوړو زدکړو وزارتونوته لارښوونه وکړه څو دترکي دهوکړي پربنسټ دعالي اباد روغتون اودکابل دطيبي پوهنتون دبيارغاوني کار دغه هيواد ته وسپاري .
په ياده غونډه کې ولسمشرکرزي دبريښنا او فوائدعامي وزارتونو ته امر وکړ چې دفارياب ولايت دامو دبريښنادپروژي،دپکتيا دبريښنا دمزو دتمديدولو اودګرديز،خوست سړک دبيارغاوني کارونه چټک کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024