ولسمشر د کندهار پرونۍ حمله وغندله
ولسمشرحامدکرزي او په افغانستان کې دايساف ځواکونو په کندهار ولايت کې پرونى ځانمرګى بريد په کلکه وغنده .
دولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي ولسمشرحامدکرزى دغه بريدونه دانساني او اسلامي ارزښتونو خلاف بولي .
په ورته وخت کې دايساف ځواکونو له لوري خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي ترهګرو ددغه بريد په کولو سره وښودل چې هغوى ديوښه افغانستان دجوړيدو غوښتونکي نه دي .
په کندهار ولايت کې پرون غرمه يوځانمرګي بريدکوونکې له چاوديدونکو توکو څخه ډک يوموټر سره په شهيدانوچوک کې يوخصوصي بانک په نښه کړل چې له امله يې دري تنه ووژل شول اونږدي پنځه ويشت نورټپيان شول .