کور / سپورټي / د افغان كركيټ بورډ د کورني كركيټ په ډګر كي د لاسته راوړنو لنډيز

د افغان كركيټ بورډ د کورني كركيټ په ډګر كي د لاسته راوړنو لنډيز

افغان كركيټ بورډ د ۲۰۱۰ز کال د ډيسمبر د مياشتي په ۲۵ نېټه د ننګرهار د مارکو شهرا لوبغالي كي د لومړي ځل لپاره د زونونو د پنځو لوبډلو ترمنځ سيالۍ په لاره اچولي چي د کورني كركيټ د ودې او پرمختګ لپاره يو مهم ګام دئ.
د ۲۰۱۰ز کال د ډيسمبر په مياشت كي افغان كركيټ بورډ د افغانستان د پياوړو کلبونو تر منځ سيالۍ په لاره اچولي چي د دې لارې کولاي سو په افغانستان كي د كركيټ په ډګر كي پياوړې كركيټ کلبونه ورزو او په اينده كي د نورو هيوادونو د کلبونو سره د لوبو کولو جوګه شي.
همدارنګه د ۲۰۱۰ز کال د ډيمسبر په مياشت كي افغان كركيټ بورډ د ۱۵ کلنو عمر لرونکو كركيټ لوبغاړو ته په کابل كي شل اوريزه سيالۍ په لاره اچولې چي په راتلونكي كي د كركيټ په ډګر كي هر ډول د كركيټ لوبغاړي بايد ولرو. ( دغه سيالۍ هم د پنځو كركيټ زونونو په اساس لوبه کوي چي هر زوون خپله لوبډله
افغان كركيټ بورډ د ۲۰۱۰ز کال د ډيسمبر د مياشتې د ۲۰ نېټې راپه دېخوا د افغان كركيټ انجونو دوه سيالۍ ترسره کړې چي د دې سياليو څخه به د افغان كركيټ بورډ د لوبډلو د غوراوۍ کميټه افغان ښځينه كركيټ ملي لوبډلي ته لوبغاړې غوره کوي.
افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال كي د افغان الف ملي لوبډلي د جوړولو لپاره دوه لوبډلي (زمري او پړانګ) د پاکستان هيواد ته د امتحاني لوبو لپاره وليږلې چي د پښتونخوا د پياړو لوبډو سره يې ۶ لوبي وکړي چي ۴ يې پكي وګټلې. (- افغان كركيټ د لومړي ځل په ۲۰۱۰ز کال كي معياري افغان كركيټ الف(اي) لوبډله جوړوي چي اوس يې د همدې لوبډلي د غوراوۍ لپاره ۳۰ د هيواد تکړه لوبغاړي چي په ۵۰ اوريزه او شل اوريزته سياليو كي ځليدلي و د پاکستان هيواد ته استولي چي زمري او پړانګ په نوم يې نومولي دي. د افغان زمري لوبډله د پښتونخوا پياوړو لوبډلو سره ۶ لوبي کوي او د افغان پړانګ لوبډله به د سيند د ايالت د پياوړو لوبډلو سره لوبي کوي، او کله چي ګران افغانستان ته راستانه سي نو بيا به افغان كركيټ د كركيټ د اصولو سره د منډو له کتاب د مخي د افغانستان معياري الف (اي) لوبډله غوره کوي).
افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال كي د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي كركيټ لوبډله جوړه کړه چي د كركيټ د معيارونو اصولو سره برابره ده او د ۲۰۱۱ز کال د فبروري په مياشت كي به د اسيايي هيوادونو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره كركيټ سيالۍ كي به ګډون کوي. (د دې لوبډلي لپاره افغان كركيټ بورډ د هيواد د ګوټ ګوټ او په پاکستان څخه ۵۰۰ تکړه كركيټ ځوانان راغلي و، له دوي څخه افغان كركيټ بورډ ازموينه واخستله چي په لومړي پړوا كي ۱۳۰ په دويم پړوا كي ۷۰ تکړه لوبغاړي غوره سو ل او بيا ۵ لوبډلو وويشل سو ل، افغان كركيټ بورډ ورته سيالي برابره کړه او د سيالۍ وروسته دوه پياوړي لوبډلي غوره کړي، افغان كركيټ بورډ دغه دوه لوبډلي د پاکستان هيواد ته واستولي. نوموړو دوه لوبډلو په پښتونخوا او ايبټ اباد كي د خپلو سيالو لوبډلو سره لوبي وکړي چي ټولې لوبي يې وګټلې.
افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال د نومبر په مياشت سپتمبر او نومبر په مياشتو كي د لومړي ځل لپاره په افغانستان كي د ښونځيو په کچه سيالۍ په لار اچولې وې چي د افغانستان ۶۴ ښونځيو لوبډلو پكي ګډون کړي و. دا سيالۍ د ښونځيو په کچه د لوبغاړو د روزولو لپاره افغان كركيټ بورډ جوړې کړې وې چي په راتلونكي کال كي به د ښونځيو په کچه څو سيالۍ ولرو.
– افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال كي ولايتي يوه ورځينۍ (۵۰ اوريزه ) سيالۍ د ۲۱ ولايتونو لوبډلو تر منځ ترسره کړي، د دې سيالۍ اتله لوبډله د کابل ولايت لوبډله سو ه، همدارنګه دا سيالۍ د لومړي ځل لپاره د شمشاد تلويزيون په همکارۍ په ژوندۍ بڼه د كركيټ مينوالو ته وړاندې سو ي.
– افغان كركيټ په ۲۰۱۰ز کال كي د اګست او سپتمبر په مياشتو كي ۲۰ اوريزه ولايتي سيالۍ ترسره کړه چي د ۲۴ ولايتونو لوبډلو پكي ګډون کړي و، د دې سيالۍ اتلولي د ننګرهار ولايت لوبډلي وګټله او همدارانګه دا سييالي د شمشاد تلويزيون د لارې په ژوندۍ بڼه د كركيټ مينوالو ته وړاندې سو ي.
– افغان كركيټ په پلان كي لري چي د ملي كركيټ اکاډمي او لوبډله يې د ۲۰۱۰ز کال كي جوړه کړي چي د څو مياشتو راهيسې پرې کار روان دي. د ملي اکادمۍ لوبډلي كي به هغه لوبغاړي وي چي افغانستان د الف( اي) لوبډلي سره به مرسته کوي او د کله چي په دې لوبډله كي کوم لوبغاړي ښه ځليږي افغان الف لوبډلي ته به لاره پيدا کوي.
افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال كي د افغان معلونينو او معلولينو لوبډلو باندې کار سو ي چي اوس مهال يوه د معلولينو لوبډله په ننګرهار كي جوړه سو ې او نوري به هم ډير ژر جوړه شي.
يادونه: قدرمنو سبا ته به موږ تاسو ته په ۲۰۱۰ز کال كي د ميدانونو او اکاډميو جوړلو بشپړ راپور دروليږ او بل سباته موږ په پلان كي لرو چي په ۲۰۱۰ز کال كي د افغان كركيټ ملي لوبډلي لاسته راوړنو بشپړ راپور دروليږو.
د افغانستان كركيټ بورډ رسنيزه خبرپاڼه
نېټه: ۲۰۱۰ز کال د ډيمسبر ۲۸