کور / سپورټي / د نجونو کرکټ سیالۍ بارکزي لوبډلې وګټلې

د نجونو کرکټ سیالۍ بارکزي لوبډلې وګټلې

د څو ورځو راهیسې افغان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره د افغان انجونو کرکټ سیالۍ په لاره اچولې وي چې نن د بارکزي کرکټ کلب د دې سیالۍ اتل شو.
نن سهار د افغان انجونو د کرکټ سیالۍ پایلوبې ته رسیدلې لوبډلو بارکزۍ او سردار شهید داواد خان لوبډلو لوبه پېل کړه چې د بارکزي کرکټ کلب د پچې په ګټلو سره په ۱۰ اورنو کې شهید داود خان لوبډلې ته د هیڅ لوبغاړي په سوځیدلو ۱۵۸ منډې وکړي. د بارکزي ښځینه کرکټ کلب په توپوهنه کې روبینې ۷۲ او برېښنا ۸۵ منډې وکړي.
د سردار شهید داود خان لیسې کرکټ لوبډلې ونتوانیدله چې بارکزۍ لوبډلې ته ټاکلی هدف پوره کړي او د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۸۱ منډې وکړي.
په دې سیالۍ کې د پایلوبې غوره لوبغاړې رومینه شوه چې ۸۵ منډې یې وکړي او تر پایه ونه سوځیدله.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري اتلې لوبډلې ته انعامونه او د سیالۍ جام ورکړ، همدارنګه په خپلو خبرو کې یې وویل چې په راتلونکې به ښځینه لوبډلو ته مسلسلې کرکټ سیالۍ برابرې شي، نوموړې وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکډ د ودې او پرمختګ د لارې زیار باسي په ټول هیواد کې سوله راولي.
افغان کرکټ بورډ د انجونو کرکټ لوبغاړو ته حجابونه او د افغاني ټولنې د دود او مراسمو سره مناسبې جامې جوړې کړي دي.
افغان کرکټ بورډ د افغان انجونو کرکټ ملي لوبډله جوړوي چې په دې سیالۍ کې کومه لوبغاړې ښه ځلیدلې وي افغان ملي لوبډلې ته به لاره پیدا کوي.
همدارنګه افغان کرکټ بورډ د افغان انجونو د ملي لوبډلې لپاره د پاکستان په هیواد کې د میشتو افغانانو انجونو څخه ازموینه اخلي چې په هغوی کې هم ښه د کرکټ استعدادونه په ملي لوبډله کې شامل کړي.