بغلان: ١٢ پروژې ګټي اخيستنې ته وړاندې شوې

34 | دسمبر 28th, 2010


د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت ، د ملي پيوستون پروگرام دوولس پروژي پدي وروستيو کي دبغلان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي
د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پدي پروژو کي ديوه ښوونځي ، د(٥٥) کيلو واټو په ظرفيت داوبو دبرښنا دڅلورو بندونو، د(٣٢) مترو په اوږدوالي ديوه پل او د(٨) پل گوټو جوړول، د(٢٣٥١) مترو په اوږدوالي دسرک ترميم او شگي اچول ، ديوي څاه کيندل او دښځو له پاره دغالي اوبدلو ددريو کورسونو پرانستل شامل دي .
يادي شوي پروژي د ١٨ مليونه او ٨٢٨٠٠٠ افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي بشپړي او څه دپاسه ٢٥٩١ کورني ترينه گټه اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024