کور / تازه خبرونه / تخار:یوتن پخوانې جهادی قومندان ووژل شو

تخار:یوتن پخوانې جهادی قومندان ووژل شو

نامعلومو وسلوالوتیره شپه دتخار ولایت په چاه آب ولسوالې کې یوتن پخوانې جهادی قومندان په ډزو وواژه او وروسته وسلوالو وتښتیدل.
دتخاروالې ویاند فیض محمد توحیدی دپیښې دپخلۍ ترڅنګ زیاتوې چې قومندان صدرالدین تیره شپه اووه نیمې بجې د وادو مراسمو څخه کورته په لاره ووچې ناپیژاندووسلوالو ورباندی برید وکړ اوبه پایله کې نوموړې وواژه.
والی ویاند زیاتوی چې دپیښې ځای ته یی دقضیی دڅیړنې په موخه پلاوی استولی دی.
ددغه پیښې مسوولیت تراوسه پوری چا ندی منلی.
په شمال کې دپخوانیو جهادی قومندانانو توروپیښې زیاتې شوی یوشمیرشمیر خلک وایی چې ډیرې ېې شخصې تربګنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
تیره کال دکندوزښار دخیابان جومات ترڅنګ هم یوپخوانې جهادی قومندان ناپیژاند وسلوالو وواژه.