ويسا،زورواكان په كندهاركې ستونزي رامنځ ته كوي

حاجی پوپل | دسمبر 29th, 2010


دكندهاروالي وايې چې پدغه ولايت كې دزورواكانوشتون ، اودمسلكي كدرونونشت والى هغه ستونزه ده چې دده په كارونوكې يې خنډرامنځ ته كړى .
پوهنوالوريالى ويساپوره ۲ كاله وړاندي دكندهاردوالي په توگه وټاكل سوو.
نوموړي دسې شنبې په ورځ ديوې خبري ناستې پرمهال دخپل تيريوكلن ماموريت په اړه خبريالانوته معلومات وركړل .
نوموړي كه څه هم په څرگندډول دچانوم يادنكړخوزياته يې كړل چې پدې ولايت كې يوشمېرزورواكان سره له دې چې دپرمختيايې پروگرامونوپه وړاندي خنډونه رامنځ ته كوي ،ولي په څنگ كې يې دامنيت په وړاندي هم خنډونه جوړكړي .
ويسازياته كړل چې په سل گونوجريبه عامه املاك يې دزورواكانوله منگولوڅخه ژغورلي ،اودميليونونوډالروپه لګښت يې دپوهنې ،روغتيا،ښاروالۍ اوټولگتوچاروپه برخه كې پروژې بشپړه كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024