کور / سپورټي / ننګرهار:د زونو دوه ورځنۍ دويمه سيالي د بند امير زون وګټله

ننګرهار:د زونو دوه ورځنۍ دويمه سيالي د بند امير زون وګټله

په ننګرهار كي د زونونو تر منځ سيالۍ دويمه دوه ورځينۍ لوبه د بند امير لوبډلي وګټه .
امو لوبډلي لومړى پاڼۍ كي لومړۍ لوبه وکړه او ۶۹ منډي يې وکړې.
په لومړۍ پاڼۍ كي بند امير ښه توپ اچونه وکړه او جاويد صافي پكښي د امو ۸ لوبغاړي وسوځل.
بند امير په لومړۍ پاڼۍ كي ۲۱۱ منډي وکړې او د امو لوبډله يې په لومړۍ پاڼۍ كي ۱۴۲ منډې مخکښه سوه.
په دويمه پاڼۍ كي امو لوبډلي ۱۸۷ منډي وکړې او بند امير ته يې ۴۶ منډي هدف وټاکه، د بند امير زون لوبډلي ټاکل سوى هدف د امو لوبډلي ته په ۷ اورنو كي د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.
د لوبي غوره لوبغاړي جاويد صافي په دواړو پاڼيو كي ۱۱ لوبغاړي د امو زون د لوبډلي وسوځل.