کور / تازه خبرونه / ناروې له جګړه ځپلي افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

ناروې له جګړه ځپلي افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

 افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا چې دا وخت په رسمي سفر بوخت دى پرون د ناروې د شاهى هېواد په پلازمينه اوسلو کښې په ډاګه وويل چې کابل بايد د راتلونکو څو کلونو په موده کښې وکولې شي ، خپلې چارې په خپله کنټرول او اداره کړي ، د اوسلو څخه د فرانسي خبري اژانس رپورټ ورکوي چې د افغانستان دباندنيو چارو وزير ډاکټر سپنتا هلته کښې خبريالانو ته وئيي دي چې هيله من يو چې موږ وکولې شو د هېواد وسله وال پوځ بشپړ او له سره جوړ او سمبال کړو ، او خپلو پوځي ، پوليسى او سرحدى ځواکونو ته اړينه روزنه زړه کړه او سمبالښت ورکړو او افغانستان يو ځل بيا د پخوا په څير په خپلو مټو پياوړي او متکى کړو ، د افغان دولت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سپنتا د ناروې له صدر اعظم جينس ستولټينبرګ او د بهرنيو چارو له وزير بوناس ګاهراسټور سره له کتنې او خبرو ترو وروسته څرګنده کړه چې سوچ کوم د څو کلونو په موده کښې افغانستان سترې برياوى ولري ، د ناروې د شاهى هېواد چارواکو د جګړه ځپلى افغانستان سره د خپل هر راز اقتصادى مرستو ژمنه وکړه.