کور / تازه خبرونه / نوازشريف:د مشرف غيرقانوني اقدامات نه منو

نوازشريف:د مشرف غيرقانوني اقدامات نه منو

د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف ويلي دي چې د ولس مشر مشرف غير قانوني اقدامات به هېڅکله ونه منل شي ، لاهور کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې ووئيل چې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) تر منځ هېڅ ډول اختلاف نشته او د مسلم ليګ ( ق) سره به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي ، په هېواد کښې به امريت له منځه وړلو سره آئين بحال او پارليمان خپلواک کړل شي ، د عدليې بحالي د مسلم ليګ ( ن ) لومړنۍ هدف دى ، نواز شريف زياته کړې ده چې مسلم ليګ په سياست کښې د پوځ د کردار سخت مخالفت کوي ، د پارليماني ګوندونو په غونډه کښې به خپل دوه په درې کښې اکثريت څرګند کړل شي.