کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان:۴۲ ترهګر زيات شمېر چاودېدونکي مواد نيول سوي

پاکستان:۴۲ ترهګر زيات شمېر چاودېدونکي مواد نيول سوي

 دپاکستان د کورنيو چارو د وزارت وياند جاوېد اقبال چيمه ويلي دي چې په بم چاودنو او ځانمرګي بريدونو کښې د غير ملکي لاسونو خبره نشو ردولې ، په خپل اوونيز مطبوعاتي کنفرانس کښې جاويد چيمه زياته کړې ده چې په تېرو درې مياشتو کښې د ټول هېواد څخه څلور سوه او دوه څلوېښت ترهه ګر نيول شوى دى اود شپيتو ترهه ګرو څخه په ځانمرګي بريدونو کښې کاريدونکي واسکټونه او چاوديدونکي مواد تر لاسه شوى دى ، نوموړي زياته کړې ده چې د پېنډۍ د ځانمرګي بريد وروسته د ټولو سياستمدارانو د امنيت په خاطر جدي ګامونه اوچت شوى دى.