کور / شعر / په توکل غلط شوم

په توکل غلط شوم

چې مې قدم د بل په پل شو پل په پل غلط شوم
پردو غلط کړم خو په خپلو باندیِ خپل غلط شوم
کاشکیِ يوواریِ يا دوه واریِ وای جِبران به وای چا
زه د نړۍ په دې ټګانو باندیِ تل غلط شوم
ملک تل تر تله د ګاونډ اجير منشيان چلوي
بانکدار په بډو خزانیِ کړلیِ په غل غلط شوم
حساب مې نه دي نن چې څه کړم سبا څه پېښوي
اوښ په صحرا کې خلاص شړمه په تـَوکل غلط شوم
زماتقدير له تدبيرونو نــَښتيځلــَی بريښي
تر خپل هوښيار يم خو پردي ته سم پاګل غلط شوم
هریِ شيشـَکیِ چې د مينیِ اِشارې وکړلیِ
زه يې دستي په شنوخالونو تور وربل غلط شوم
پزه يې پرې وي څوڅوځايه دشرمونوپه تېغ
زه په ځلاوو دنتکۍ يا د چارګل غلط شوم
ما تل د خپلیِ درخو[ ځــرځیِ ] ښکلیِ سترګیِ غوښتیِ
په تــَروږمۍ کیِ د شنو سترګو په کجل غلط شو
تر اصفهان، مَرویِ، روشانه، هِندوستانه لاړم
د ژوند منزل مې معلوم نه و په مزل غلط شوم
ژبه کلتور مې که ترويج وای لوی جهان به ومه
لاریِ ګودر ته مې پام نه و شوُل شډل غلط شوم
کله چې وخت و چې د خپل کاله کنډَو وساتم
کنډَو د غله شو، زه د ورور نه په بدل غلط شوم
هر يو بدلون مې غورځــَول شوَل، ړنګــَــول شوَل د ځان
تل په وهلو، په وژلو، په شړل غلط شوم
لمن د روغیِ مې چې هریِ خوا کې ونيوله
چېرته په کاڼو غلط چېرته په جغل غلط شوم
چیِ هر پردي ته مې د ځان د امن سيلهَ وروړه
هلته په يوه قاتِل او دلته اوس په بل غلط شوم
دا سپېده داغ نه دی کاذب، صادق سبا لریِ دی
زه د شهيد ملت د قبر په مشعل غلط شوم
د ابد لاره نه په کيڼه نه په ښۍ پيدا شوه
زه هسی خوشی بې سنجشه په ازل غلط شوم
ګاونډ ته ښکته پورته لاړم ګرد مې وازمايل
ما چې د ژوند دلاریِ يار غوښت په اجل غلط شوم
ماوې پردي به ټول پردي ګڼو سره، شنه که دا برګ
خو دلته پل په اشرافۍ شولو په مل غلط شوم
اوس دادی بيا وخت د تقدير د سمَولو راغـَی
شناخت ته په کوَټه، پېښور هم په کابل غلط شوم
که ځان راټول نه کم واحِدنه شم مرکز ټينګ نه کم
د نابودۍ د پاڼ په سر نو بيا دا ځل غلط شوم
وياله! دجنګ څوکۍ خو چا رانه ګټلیِ نه ده
چې غنيمت ته شوم راکوز له خپل مورچل غلط شوم