کور / شعر / دوه شعروه، دوه شاعران

دوه شعروه، دوه شاعران

خوب می لیدی

٧ / ١٠ / ١٣٨٩

ولوله تنها

خوب مي ليدى زمونږد کورله مخي
د يوي
ځواني کمکۍ پيغلي جنازه تيريږي
يوه عجيب غوندي چوپتيا خوره وه
يوه له اوښکو هديره جوړه وه
ډير امامان ولاړ قبلي طرف ته
ځوانانو ټولو په يوه غږ وويل
څنګه خاموشه ولولي را اوري
که ګورم دلته دا شهيده پيغله
پخپله ورانه جنازه کي ګرځي
را درومي راسي زموږ په لوري
څه ګلونه راوړي
دټولو پيغلو پلونه ډک کړي
سري زرغوني پکي غوټئ هم ګډې
په سپين کميس کې
راته وناڅي مسکئ مسکئ سي
زه ورته وايم آيا ته خپله يي؟
دا ته ژوندئ يي که دي روح راغلئ؟
دا راته بيا مسکئ سي
لاس راته په سترګو نيسي
خلک راټول وي هديري ته
د جرګي په شاني
ټوله په اوښکو ځانګي دم، دم ژاړې
سوداګر هم راسي
مرمرو څه ډبري راوړي
په لپو لپو مرغلري پاشي
وايي دحورو جنازه داسي وي
له ليري ښکاري
د آسانو دپښو شرنګهارئ
راته معلوم سي
پر آسونو څه سپاره هم راسي
سپيني جامي يي وي په تن
بګړئ يي هم پر سر وي
زه ورته ګورم فکرو ډوبه کړمه
وايم لومړئ ځل دي دپيغلي جنازه وينمه
زړه مي ټوټه ټوټه وو ستړي ومه
توبه، توبه سومه له ډيره درده
ذره ،ذره سومه له ډيره غمه
زه هم ددي په ښکلاګانو ژاړم
راته افسوس راته ارمان دريږي
څو فرشتي راسي له هري خوانه
داکمکۍ يوسي داسمان په لوري
تر خوله مي چيغه ووزي
خور مي راويښه سوله
زما په چيغو
داڅه ژړاده تنها خوب دي ليدئ؟
زه هم د خوب له درده ووتمه
ورته مي وويله غوږسه خورې
شکر بلاوه برکت يي نه وو
يوه دردوونکي د ارمان جنازه
څلورکسانو پر اوږو اخيستي
ټوله ياران داولين پيغمبر
راته څه نه وايي زه سوال تري کوم
سپيني اوږدي جامي د پښو تر تلو
راته څه سپيني ملايکي ښکاري
په دي پوهيږم چي دوي ټول خفه دي
ددوي هم نه لوريږي
چې پيغلې ومري
او په سيمه يي تيارې خوري سي

ما په ټولی کی د پیغلوټو لیدې

٧ / ١٠ / ١٣٨٩

زما ګراني او کشري خورکۍ ولولې تنها څه موده مخکي یو ایمیل راته رالیږلی او راته لیکلي یی وه چی خپله د شعرونو یوه مجموعه به زما د کتلو لپاره را استوي. زه مجموعې ته منتظر وم چی نن یی یو ایمیل را واستاوه. د ایمیل سره یی یو زړه دردونکی نظم هم را لیږلی وو او دا یی لا هم را څخه غوښتي وه چی په خپل ویب سایټ کی به یی ورته خپروم. زه د څه مودې راهیسی د پښتنو د فوکلوري نکلونو په باب د یوه تحقیقاتي اثر په لیکلولګیا یم او چنداني می د نظم خواته توجه نسته. خو د ولولې تنها د نظم په لیدلو می زړه ډیر سخت خواشینی سو. دا نظم می سمدستي ولیکی. ځکه یی یو ځای ورسره خپروم. خدای وکړي چی د ولولې جواب می ورکړی وي.

عبدالباري جهاني

ما په ټولۍ کی د پیغلوټو لیدې

خوب می لیدی چی په ټولۍ کی د پیغلوټوراځي

د امیلونو یی شرنګی وي

او ټومبلي یی وي

د سپین تندي له پاسه سره ګلونه

پر زرغونه کمیس یی

توري پټاري د بتکیو له پاولیو سره

سپینو خپړو، پایزیبونو له پاپیو سره

له ورایه ښکارې لکه نجونو کی سرداره نجلۍ

هغه په قد لکه چناره نجلۍ

لکه سپوږمۍ لکه هینداره نجلۍ

په ټولو ښکلیو کی نامداره نجلۍ

زما له ټاټوبي، زما له ښار له کندهاره نجلۍ

کله په سره سالو کی پټه له حیا سي نجلۍ

یو ځل په ټول کی وي د نجونو بیا تنها سي نجلۍ

ګورم یاغي سې ولوله سې برالاسې نجلۍ

هم ملالۍ سې هم رابیا سي نجلۍ

په لوړ آواز را یادوي زما د هیلمند ترانې

زما د میوند ترانې

کله غزل کله لنډۍ ووایی

کله چاربیتي بګتۍ ووایی

کله رباب ته افسانې د درخانۍ ووایی

له خندا شنه سي له آوازه یی درې ښکلي سي

له مستۍ ناڅې له سالویی شګوفې ښکلي سي

لکه کوتره لکه زرکه داسې ښکلې ښکاري

لکه هوسی داسی نازکه نازولې ښکاري

خوب ته یی نه ده ورغلې د رنځونو کیسه

خیال ته یی نه ده ورغلې جنازه په عمر

ټوله غزل ده قصیده ده ښکلې

د مرغلرو له نړۍ راغلې

د سرو یاقوتو په امیل پییلې

لکه ملکه لکه حوره راسي

له زړه زاړه نوي دردونه باسي

راته په غوږ کی وایی

مستي رنګیني پخوانۍ غزلي

یاغي سندري ملالۍ غزلي

څه د ملوک څه د بدرۍ غزلي

څه د کیږدۍ، څه د سپوږمۍ څه د شپیلۍ غزلي

هغه نجلۍ جنازه نه پيژني

د هدیرې لور یی لیدلی نه دی

ورنه تپوس د جنازو د سپين کالیو کوم

ورنه پوښتنه د رنځونو د زګیرویو کوم

خو د هغې پر شونډو ګرځی د ژوندون قصیدې

د رنګ د خم او سباوون قصیدې

څه د حمید، څه د منصور څه د جنون قصیدې

له خندا شنه سي په اغزیو کی ګلونه ګوري

په خوب کی وینم چی په ټول کی د پیغلوټو راځي

هغه په نجونو کی سرداره نجلۍ

هغه په قد لکه چناره نجلۍ

هغه په ښکلیو کی نامداره نجلۍ

ټولي کیسې د سباوون او د پیړیو کوي

ټولی خبري د شبنم او د غوټیو کوي

ټولی سندري د امیل او د پاولیو کوي

هغه نجلۍ جنازه نه پیژني

هغې په ژوند کی رنځ لیدلی نه دی

سترګو ته دی نه دي ورغلي د مرګي خوبونه

زما تر بوډۍ غزلي راولي زلمی سورونه

زما تنهایی ته نوی رنګ ورکوي

زما ولولو ته نوی شرنګ ورکوي.

۲۰۱۰ـ۲۷ـ۱۲

ویرجینیا
عبدالباري جهاني