کور / سپورټي / ننګرهار: د زونونو دویمه سیالي د بند امیر زون وګټله

ننګرهار: د زونونو دویمه سیالي د بند امیر زون وګټله

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ سیالۍ دویمه دوه ورځینۍ لوبه د بند امیر لوبډلې وګټلې.
امو لوبډلې لومړی پاڼې کې لومړی لوبه وکړه او ۶۹ منډې یې وکړي.
په لومړۍ پاڼۍ کې بند امیر ښه توپ اچونه وکړه او جاوید صافي پکې د امو ۸ لوبغاړي وسوځول.
بند امیر په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۱ منډې وکړي او د امو لوبډله یې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې مخکښه شوه.
په دویمه پاڼۍ کې امو لوبډلې ۱۸۷ منډې وکړي او بند امیر ته یې ۴۶ منډې هدف وټاکه، د بند امیر زون لوبډلې ټاکل شوی هدف د امو لوبډلې ته په ۷ اورنو کې د یو لوبغاړي په سوځیدلو پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی جاوید صافی په دواړو پاڼیو کې ۱۱ لوبغاړي د امو زون لوبډلې وسوځول.