کندهار:ناپیژاندووسلوالو يو تن وواژه او يو بل يي ټپي كړی

د لراوبر اداره | دسمبر 30th, 2010


پيښه تيره شپه شاوخوا لس بجي د كندهار ښار د نهمي ناحيي په سيمه كي هغه مهال رامنځته سوه چي ناپیژاندو وسلوالو پر دوو تنو ملكي كسانو ډزي وكړي چي په ترڅ كي يي يو تن ووژل سو او يو بل ټپي سو .


د كندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر فضل احمد شيرزاد د پيښي پخلي کوی او وايي چی نوموړي كسان زوى او پلار وه چي دواړه ملكي وګړي وه او په سیمه كي يي بوټي خرڅول .


همدارنګه دهغ په وينا چي وروسته د پوليسو په ډزو كي يو بريد كوونكى ووژل سو او يو بل په تيښته بريالى سو.


د پيښي مسووليت تردی دمه چا په غاړه نه دى اخیستى .

Copyright Larawbar 2007-2024